کابل (پژواک ٣ تله ٩٢): د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول وايي، د ملا برادر خوشې کېدو وښوده، چې د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان نوى حکومت د سولې له پروسې سره همکاري کوي.
ډاکټر زلمى رسول چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه نيويارک ته رسېدلى، دغه څرګندونې يې پرون هلته د اسيايي ټولنې په يوه غونډه کې کړې دي.
هغه يادې غوڼدې ته په خپله وينا کې د پاکستان له خوا د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل وستايل او زياته يې کړه، په دغه کار سره څرګنده شوه، چې د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت د افغان سولې له پروسې سره همکاري کوي.
د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر چې درې کاله مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوى و، تېره اونۍ خوشى شوى، خو افغانستان ته نه دى سپارل شوى.
د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا ويلي، چې ملا برادر د دوى د هلو ځلو په پايله کې خوشى شوى دى.
د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول ويلي، چې د ملا برادر په خوشې کېدو سره به د افغانستان او پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله نورې هم پياوړې شي.
د هغه په وينا، د پاکستان له خوا دا ډول اقدامات به د افغانستان د سولې پروسې لپاره ګټور ثابت شي.
هغه زياته کړې: ((په دغه کار سره معلومه شوه، چې پاکستان د سولې پروسې په اړه خپلې ژمنې عملي کوي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن