ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د نا امنيو رامنځته کولو په تور ١٢ تنه ونيول شول

هرات کې د نا امنيو رامنځته کولو په تور ١٢ تنه ونيول شول

author avatar
26 Sep 2013 - 15:52
هرات کې د نا امنيو رامنځته کولو په تور ١٢ تنه ونيول شول
author avatar
26 Sep 2013 - 15:52

هرات (پژواک ٤ تله ٩٢): چارواکي وايي، د هرات په شيدايي کمپ کې يې د عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه شکمن او ٢١ عرادې موټرسايکل نيولي دي.

 د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د تلي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هرات ښار کې د وروستيو نا امنيو د لاملينو د نيولو لپاره يې د شيدايي عمليات پيل کړل.

نوموړى وايي، دغه عمليات پرون ماښام افغان ځواکونو په ګډه ترسره کړل تر څو په راتلونکي کې د شکمنو هڅو مخه ونيول شي.

 تر دې مخکې د هرات په لوېديځ کې د مسلخ کمپ پلټنه هم شوې وه، اوسېدونکو يې شکايت کاوه، چې د عملياتو پر مهال يې امنيتي ځواکونو شخصي مالونه له ځان سره وړي دي.

 د شيدايي کمپ اوسېدونکي هم اوس شکايت لري، چې له طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي کسان د کمپ عادي اوسېدونکي دي او له وسله والو سره هېڅ اړيکې نه لري.

 د کمپ يو کډوال شاه نظرخان وايي، د ده يو ګاونډى يې له وسله والو سره د اړيکو په تور نيولى، خو هغه يو عادي دوکاندار و.

نوموړى زياتوي: ((غريب خلک يوو هېڅ ګناه نه لرو، نا حقه يې زموږ کورونه تلاشي کړل او ماشومان يې را وکړول.))

 شيدايي کمپ د هرات ښار ختيځ ته په ۱۵ کيلومترۍ کې پروت دى، چې ډېرى اوسېدونکى يې د هېواد له شمالي ولايتونو راغلي کډوال دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.