ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د دريو ملکي وګړو په ګدون ٩ تنه وژل شوي

هرات کې د دريو ملکي وګړو په ګدون ٩ تنه وژل شوي

author avatar
30 Sep 2013 - 11:35
هرات کې د دريو ملکي وګړو په ګدون ٩ تنه وژل شوي
author avatar
30 Sep 2013 - 11:35

هرات (پژواک ٨ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کې د دريو ملکي وګړو په ګډون ٩ تنه وژل شوي دي.

د اوبې امنيه قوماندان سمونوال شېراغا الکوزي د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د سرا پرده په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته شوى دى.

نوموړى واىي، چې په دې پېښه کې څلور وسله وال بريد کوونکي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د قوماندان په وينا، چې وسله وال بريد کوونکي ټپيان شوي هم دي، خو کره شمېره يې نه وه ورته معلومه.

 خو د اوبې ولسوالۍ يوه بله امنيتي سرچينه چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې په دې جګړه کې درې عام وګړي هم وژل شوي دي.

 اوبه د هرات  شمال  ته په سل کليومترۍ کې پرته ولسولاۍ ده او په پرتليزه توګه په نا امنه سيمو کې راځي.

طالبانو د يادې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي، خو وياند يې قاري يوسف احمدي پژواک ته ويلي، چې د هرات په اوبه کې يې پر امنيتي ګزمه بريد کړى، يو پوليس يې وژلى او دوه نور ټپيان شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.