ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوېديځ زون کې څارويو ته د بروسلوز ضد واکسين کمپاين پيل شو

لوېديځ زون کې څارويو ته د بروسلوز ضد واکسين کمپاين پيل شو

هرات ښار (پژواک ١١ تله ٩٢): د لوېديځ په دريو ولايتونو کې د بروسلوز ناروغي د مخنيوي په موخه څارويو ته د واکسين کمپاين پيل شو.

د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره به په هرات، فراه او نيمروز کې  شاوخوا ٣٥٠زره څاروي واکسين شي.

هغه زياتوي، دغه پروګرام د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي او ټوليز مالي لګښت يې ٥٠٠زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

 د نوموړي په وينا، بروسلوز خطرناکه ناروغي ده، چې له څارويو انسانانو ته لېږديږي او هر کال زرګونه انسانان پرې اخته کېږي.

دغه ناروغي معمولاً تبه او د سر درد له ځان سره لري.

 د هرات د کرنې رياست د پلان  مدير محمد طارق پژواک ته وويل، چې د بروسلوز ناروغۍ ضد واکسين کمپاين يې له هراته پيل کړى او وروسته به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

د ده په وينا، په پام کې ده، تر راتلونکو شپږو کلونو پورې د بروسلوز ناروغي له منځه يوسي.

 د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکټر محمدرفيق شېرزی وايي، بروسلوز له څاروي سره د تماس له لارې انسان ته لېږدېږي او ډېرى مالداران په دې ناروغۍ اخته دي.

هغه زياتوي، د بروسلوز د واکسين په پلي کېدو سره به د دې ناروغۍ مخه ونيول شي او خلک به يې له شره وژغورل شي.

د يادولو ده، چې د بروسلوز ناروغي د مخنيوي واکسين لړۍ د هېواد په نورو سيمو کې هم پيل شوې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.