ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سيمه ييز امنيت په اړه دوه ورځنى کنفرانس پيل شو

هرات کې د سيمه ييز امنيت په اړه دوه ورځنى کنفرانس پيل شو

هرات (پژواک ١٣ تله ٩٢): د سيمه ييز امنيت دوه ورځنى نړيوال کنفرانس د ٣٠ هېوادونو د استازو په ګډون په هرات کې  پيل شو.

 کنفرانس په لرغوني ارګ  اختيارالدين کلا کې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په نوښت جوړ شوى دى.

د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر محمد داوود مراديان د غونډې په پيل کې  وويل، په کنفرانس کې د منځنۍ اسيا هېوادونو په استازو سربېره  د هند، چين، ايران، مصر، المان، او امريکا دولتي او نادولتي استازو هم ګډون کړى دى.

د مراديان په وينا، د کنفرانس موخه په افغانستان او سيمه کې د امنيت ټينګښت دى.

 مراديان زياتوي، د افغانستان د ټاکنو د امنيت تر څنګ به له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په څرنګوالې هم بحث وشي.

 د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ مشر وويل، د دې غونډې په څنګ کې به د ايران، افغانستان او امريکا د استازو تر منځ درې اړخيزه ناسته هم وشي، چې تر ډېره بريده به يې د ناسم پوهاوي له منځه وړل وي.

د ولسمشر کرزي امنيتي سلاکار او د امنيت  شورا غړی ډاکټر رنګين دادفر سپنتا  په دغه کنفرانس کې وويل، چې د هرات نړيوال امنيتي کنفرانس اغېزناک دى.

د ده په خبره، چې د ٣٠ هېوادونو په ګډون، ورته يو کنفرانس تېر کال هم ترسره شوى و.

سپنتا زياته کړه، اوس نږدې ټوله نړۍ په امنيتي لحاظ  يو ډول ترهګريز ګواښ لاندې ده، چې بايد مخه يې ونيول شي.

هغه چيچيني جنګيالي، القاعده، پاکستان او افغاني  طالبان داسې شبکه وبلله، چې نړيوال امنيت ته يې ستر ګواښ پېښ کړى دى.

د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په خبره، د سيمه ييز امنيت په نړيوال کنفرانس کې يې د ګډون لپاره پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې يې په کنفرانس کې ګډون نه دى کړى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.