ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ ته د کانديدانو کمولو هڅې پيل شوې

ولسمشرۍ ته د کانديدانو کمولو هڅې پيل شوې

کابل (پژواک ١٧ تله ٩٢): د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو د شمېر کمولو په موخه د ولسمشريزو کانديدانو تر منځ د تفاهم په نامه څوارلس کسيزه جرګه جوړه شوې ده.

دا جرګه د پخواني جهادي او د شخړو د حل د کمېسيون د مشر صبغت الله مجددي له خوا رامنځته شوې چې د بېلابېلو ولايتونو له قومي مشرانو او علماوو جوړه ده او مشر يې د نوموړي مرستيال اسدالله وفا دى.

د جرګې غړي وايي، هڅه کوي هغه کانديدان اړ باسي د نورو په ګټه تېر شي چې په ټاکنو کې يې د برياليتوب امکان له ورايه نه ليدل کېږي او له هغو کانديدانو به هم د اتحاد غوښتنه وکړي چې پروګرامونه يې سره ورته دي.

په دې جرګه کې له ننګرهار او لوګر څخه حاجي دين محمد او حاجي محمد نعيم کوچى، له خوست، پکتيا او هلمند څخه عبدالرحمن ځدراڼ، سناتور بازمحمد زرمتى او انورخان اسحق زى. حاجي موسى خان هوتک له ميدان وردګو، مولوي شهزاده شاهد له کونړ او محمد نور اکبري له دايکنډي څخه دي.

له بدخشان او بلخ څخه نعمت الله شهراني او سالک زاده، له غزني او کندوز څخه مولوي عبدالواحد او معين مرستيال، له لغمان څخه مولوي حقاني او له سرپل څخه حاجي خيرمحمد خان د دې جرګې غړي دي.

د ولسي جرګې پخوانى غړى معين مرستيال چې اوسمهال د دې جرګې غړى دى د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې دوى د راتلونکې اونۍ په پيل کې خپله لومړنۍ ناسته او له کانديدانو سره هم ليده کاته پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((حضرت صاحب څو ورځې وړاندې وار له مخه له ځينو کانديدانو، سياسي او قومي مشرانو سره کتلي چې هغوى هم دغه کار ته لېوالتيا ښودلې ده.))

د مرستيال په خبره، د کانديدانو د شمېر په کموالي سره به هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لګښت کم شي او هم به خلک وکولى شي د رايه ورکونې پر مهال په اسانۍ سره خپل د خوښې نوماند پيدا کړي.

دى وايي، چې په ډېرو پرمختلليو هېوادونو کې هم ولسمشرۍ ته په دومره شمېر کسان سيالۍ ته نه درېږي، نو د امکان تر بريده به جرګه هڅه وکړي کانديدانو ته قناعت ورکړي.

د مرستيال په باور په کانديدانو کې ځينې وتلې څېرې دي چې ولسمشرۍ ته د رسېدو هڅې کوي، خو ځينې يې داسې دي چې د نوماندۍ په بهير کې له ګټونکو کانديدانو سره د معاملې په موخه يې ځانونه کانديد کړي دي.

ده زياته کړه: “ځيني کانديدان مطرح نه دي، دا به لازمه نه وي چې بې ځايه خپلې پيسې مصرف کړي، بې ځايه د کمېسيون پيسې مصرف شي او خلکو ته ستونزې پيدا شي. دوى هم پوهېږي چې دوى ګټونکي نه دي.”

هغه وويل، چې د ځينو وتلو کانديدانو پروګرامونه او لومړيتوبونه سره نږدې دي نو له همدې امله جرګه د دوى د يو ځاى کولو هڅه کوي تر څو په ګډه پر خپل پروګرام کار وکړي.

د مرستيال په باور، مناسبه ده چې پنځه يا شپږ تنه مطرح کانديدان په ټاکنو کې سيالي وکړي چې دوه تنه يې حکومت پلوه، دوه يې د اپوزېسيون او يو يا دوه نور د خپلواکو کانديدانو له ډلې وي.

د ١٣٩٣ لمريزکال د وري ١٦مې ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ لپاره ٢٧ تنو ځانونه نومولي دي.

عبدالرب رسول سياف، د ملي اېتلاف مشر عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزى، د بهرنيو چارو پخوانى وزير زلمى رسول او د ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزى په کانديدانو کې مطرح څېرې دي.

دا چې ياده جرګه به څومره وکولى شي ځيني کانديدان يووالي او ځيني هم له نورو کانديدانو ملاتړ ته اړ باسي دا به وروسته څرګنده شي.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې، چې په ١٣٨٨ کال کې ترسره شوې، ٣٢ تنو ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.