ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په انجيل ولسوالۍ کې لسګونه تنه په نس ناستي ناروغۍ اخته شوي

هرات ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٢): د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د نس ناستي او استفراق پر ناروغۍ لسګونه کسان اخته شوي، چې له امله يې يو تن مړ شوى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ناروغي د انجيل په کمرکلاغ کوچي سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، يادې سيمې ته يې د ډاکټرانو ګرځنده ډلې لېږلې دې، چې تردې دمه سل تنه په سيمه کې تر درملنې لاندې نيول شوي، ٣٥ نور يې روغتون رالېږدولي دي او يو تن مړ شوى دى.

نوموړي د دې ناروغۍ لامل د سيمې د خلکو له خوا د ناپاکو اوبو کارول ياد کړل او هغه اوازې يې رد کړې، چه ګواکې دا ناروغي کولرا ده.

خو د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چينارګل بيا وايي، چې د دې ناروغۍ له امله تراوسه پورې اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نوموړي چې د دې ناروغۍ له امله يې د هرات حوزوي روغتون ته خپله مېرمن او دوه زامن راوړي وو، پژواک اژانس ته وويل، ډېرى کليوال په يادې ناروغۍ اخته دي؛ ناروغ ته لومړى نس ناسته، بيا استفراق پيدا کېږي، تر هغه چې له پښو يې غورځوي.

نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه بېړني اقدمات وکړي، ترڅو د زياتو تلفاتو مخنيوى وشي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version