ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې تر اوسه ۲۱ کسان د «کانګو تبې» نیولي

په هرات کې تر اوسه ۲۱ کسان د «کانګو تبې» نیولي

author avatar
5 Jun 2019 - 10:11
په هرات کې تر اوسه ۲۱ کسان د «کانګو تبې» نیولي
author avatar
5 Jun 2019 - 10:11

کابل (پژواک،۱۵ غبرګولی ۹۸): په هرات کې تر اوسه د کانګو ناروغۍ یو کس مړ کړی او ۲۱ نور یې پر دې ناروغۍ اخته دي.

د کانګو کریمه تبه (وینه بهوونکې تبه) په ټول هېواد په ځانګړې توګه هرات ولایت کې یوه خطرناکه ناروغي ده چې په دغه ویروس د اخته څاروي له وینې سره د تماس پر مهال انسان ته انتقالېږي.

 

د هرات روغتیايي کارکوونکو ویلي چې په دغه ولایت کې د روان کال راهیسې پر دې ناروغۍ اخته یو کس مړ شوی او ۲۱ نور کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته دي.

د هرات د سیمه ییز روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي پژواک خبري اژانس ته د یادې ناروغۍ له زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې وویل، د روان کال په لومړۍ اونۍ کې په دغه روغتون کې د کانګو ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو اوس دغه شمېر ۲۱ پېښو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه ۲۱ پېښې مو ثبت کړې چې له دې ډلې نهه ښځې او ۱۱ نارینه دي او یوه تن د یادې ناروغۍ د شدت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.))

ډاکتر جلالي وویل، تېر کال په دغه روغتون کې له ۲۰۰ ډېر پېښې ثبت شوې وې چې له یاد شمېر څخه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د ده په خبره، له یادو ۲۰۰ کسانو ۶۰ ښځې وې چې د شپږو ښځو په ګډون ترې ۱۷ کسان مړه شول، خو سږ کال هم د یادې ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب روښانه کړه چې دغه روغتون د کانګو پر ناروغۍ د اخته  کسانو لپاره د (سي سي اچ اس) په نوم ځانګړې څانګه لري چې په یو وخت د ۴۰ ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

نوموړي وویل، د دې ناروغۍ د ساري والي له امله هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د روغتون دې برخې ته داخل شي.

دغه راز جلالي وویل: ((زیاتره مالداران، قصابان او شپانه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.))

د ده په خبره، تبه، سردردي، د هډوکو درد، د بدن د ځینو برخو تورېدل، زړه بدوالی او وینه بهېدنه د کانګو تبې د ناروغۍ مهمې نښې دي چې د نه درملنې په صورت کې ناروغ له مړینې سره مخ کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.