منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې تر اوسه ۲۱ کسان د «کانګو تبې» نیولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک،۱۵ غبرګولی ۹۸): په هرات کې تر اوسه د کانګو ناروغۍ یو کس مړ کړی او ۲۱ نور یې پر دې ناروغۍ اخته دي.

د کانګو کریمه تبه (وینه بهوونکې تبه) په ټول هېواد په ځانګړې توګه هرات ولایت کې یوه خطرناکه ناروغي ده چې په دغه ویروس د اخته څاروي له وینې سره د تماس پر مهال انسان ته انتقالېږي.

 

د هرات روغتیايي کارکوونکو ویلي چې په دغه ولایت کې د روان کال راهیسې پر دې ناروغۍ اخته یو کس مړ شوی او ۲۱ نور کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته دي.

د هرات د سیمه ییز روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي پژواک خبري اژانس ته د یادې ناروغۍ له زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې وویل، د روان کال په لومړۍ اونۍ کې په دغه روغتون کې د کانګو ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو اوس دغه شمېر ۲۱ پېښو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه ۲۱ پېښې مو ثبت کړې چې له دې ډلې نهه ښځې او ۱۱ نارینه دي او یوه تن د یادې ناروغۍ د شدت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.))

ډاکتر جلالي وویل، تېر کال په دغه روغتون کې له ۲۰۰ ډېر پېښې ثبت شوې وې چې له یاد شمېر څخه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د ده په خبره، له یادو ۲۰۰ کسانو ۶۰ ښځې وې چې د شپږو ښځو په ګډون ترې ۱۷ کسان مړه شول، خو سږ کال هم د یادې ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب روښانه کړه چې دغه روغتون د کانګو پر ناروغۍ د اخته  کسانو لپاره د (سي سي اچ اس) په نوم ځانګړې څانګه لري چې په یو وخت د ۴۰ ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

نوموړي وویل، د دې ناروغۍ د ساري والي له امله هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د روغتون دې برخې ته داخل شي.

دغه راز جلالي وویل: ((زیاتره مالداران، قصابان او شپانه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.))

د ده په خبره، تبه، سردردي، د هډوکو درد، د بدن د ځینو برخو تورېدل، زړه بدوالی او وینه بهېدنه د کانګو تبې د ناروغۍ مهمې نښې دي چې د نه درملنې په صورت کې ناروغ له مړینې سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د کانګو تبه مرګونې ناروغي ده چې اصلي عامل یې یوه ډول حشره ده چې په حیواناتو کې موجوده وي او پر دغه مکروب له اخته غوښې سره د تماس یا د نېښ وهلو په صورت کې یاده ناروغي انسان ته انتقالوي.

 

 

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب د څارویو دواپاشي، غوجلې ته د داخلېدو یا له حیواناتو سره د تماس پر مهال له دستکشونو استفاده، د مزو او ماسک لرل، کوټو ته د حشراتو د راتګ مخنیوی له دې ناروغۍ د مخنیوي مهمې لارې بللې دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یوه مالدار او د کانګو پر ناروغۍ اخته کس سید انور پژواک ته وویل: ((کله مې چې پسه قرباني کړ، لاسونه او پښې مې یې پر وینو ککړ شول، له هغه وروسته ناروغ شوم او اوس روغتون ته راغلم، ډاکتر وايي چې ته د کانګو تبې نیولی یې او اوس مې روغتیايي وضعیت لږ ښه دی.))

د محمود په نوم یوه بل کس چې د کانګو پر ناروغۍ اخته دی پژواک ته وویل: ((په یوه هوټل کې اشپز وم، او اووه ورځې مخکې مې له پزې وینه بهېدل پیل شول، څلور ورځې کېږي چې په حوزوي روغتون کې بستر یم او د مرګ له ګواښه وژغورل شوم.))

په ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا مدیر خلیل احمد واعظ د هېواد له ښاریانو وغوښتل چې انسانانو ته د یادې ناروغۍ د انتقال څخه د مخنیوي لپاره دې د څارویو د قربانۍ پر مهال روغتیايي ټکو ته پام وکړي.

نوموړي وویل: ((کله چې یو قصاب حیوان قرباني کوي باید یو ساتندوی کېټ ولري چې په دې کېټ کې عینکې، ماسک، چپنه، موزې او دستکش شامل دي، څو چې حیوان قرباني کوي پر ناروغۍ له اخته کېدو څخه مخینوي کوي او کله چې پسه قرباني کېږي له غوښې یې باید له دوو تر درېیو ساعتونو ترې غوښه پرې نه شي.

هغه زیاته کړه، دغه ناروغي له ناروغ انسانه نورو ته هم د انتقال وړ ده.

د کانګو د کریمې تبې ناروغي زیاتره په ګرم موسم کې د حشرانو د فعالیت له پیل سره سم زیاتېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه