ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زهرجنو توتانو لسګونه ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ اخته کړي

زهرجنو توتانو لسګونه ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ اخته کړي

author avatar
16 May 2012 - 11:08
زهرجنو توتانو لسګونه ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ اخته کړي
author avatar
16 May 2012 - 11:08

ترينکوټ (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د اروزګان ولايت چارواکي وايي، چې په دهراوود ولسوالۍ کې د توتانو خوړلو له امله لسګونه ماشومان او لويان ناروغه شوي دي.

د دهراوود ولسوال امين الله خان د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې د ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د توتانو خوړلو له امله يو شمېر ماشومان او لويان ناروغه شوي دي.

که څه هم هغه په دې اړه نور معلومات او کره شمېره نه درلوده، خو د خلکو له خولې يې زياته کړه، چې ايساف ځواکونو له هوا څخه د کوکنارو پر فصل دوا شيندلې، چې له امله يې د توتانو پر ونو هم بده اغېزه کړې ده.

د دهراوود ولسوالۍ د روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې دوى ته لسګونه ماشومان ور وړل شوي چې د توتانو خوړلو له امله د نس ناستې او ګېډې د درد پر ناروغۍ اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې يو شمېر ناروغان شخصي کلينيکونه او ځيني يې د ولايت مرکز ترينکوټ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادې سرچينې په وينا، په ناروغانو کې ډېرى ماشومان دي، خو ځيني لويان هم په کې شامل دي.

د اروزګان د ولايتي شورا مشر ابراهيم اخندزاده وايي، چې دى په خپله پرون سيمې ته تللى و او دا ستونزه يې له نږدې کتلې ده.

هغه زياته کړه، چې ناروغان  ډېر دي، خو د دهراوود ولسوالۍ روغتون د درملنې لپاره کافي ډاکټران او درمل نه لري.

ده وويل: ((ماپه خپله وليدل چې ١٥ ناروغ ماشومان په روغتون کې تر درملنې لاندې وو.))

نوموړي هم د سيمې د اوسېدونکو له خولې وويل، چې دغه توتان د بهرنيو ځواکونو له خوا له هوا څخه د شيندل شوې دوا له امله زهرجن شوي دي.

د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي، چې په خپله د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، چې د توتانو خوړلو له امله درې تنه مړه او لسګونه نور ناروغه شوي دي.

د اروزګان دعامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دوه ناروغان مرکزي روغتون ته ور وړل شوي وو، چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ډاکټرانو يوه ډله يې په درملو سمبال دهراوود ولسوالۍ ته لېږلې ده.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دوى په دې ولسوالۍ کې هېڅ ډول دوا نه ده پاشلې.

سرچينې زياته کړې چې ددوى له څيړنو څخه معلومه شوه، چې د سيمې په ونو کې يو ډول ناروغي لګېدلې چې له امله يې هغه هم ناروغه کړي چې د ونو ميوې او په ځانګړې توګه توتان يې خوړلي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.