هرات (پژواک، ٢٠ تله ٩٢): په هرات ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٣ وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شول.
د هرات د سولې عالي شورا مشر مولوي غلام سرور، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو کسانو د قوماندان ملوک او ملا عبدالکريم په مشرۍ د هرات په انجيل او کشک ولسواليو کې د دولت ضد فعاليتونه کول.
ده زياته کړه، دې کسانو له ځان سره ١٤ ميله وسله هم راوړې ده.
له دولت سره يوځاى شوي قوماندان ملا عبدالکريم، په دې اړه نن د هرات ښار په امان الله خان غازي تالار کې جوړې شوې غونډه کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې پر وسله والو نښتو اعتراف وکړ.
ده زياته کړه، اوس چې بهرنيان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، نو نور جګړې ته دوام نه ورکوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن