کابل، چاريکار(پژواک، ٢٤ تله٩٢): د ملي امنيت شورا د نظارت او پاليسۍ مرستيال په پروان ولايت کې له وسله وال بريد څخه روغ ووت او د استخباراتويو کارمند په بله وسله واله پيښه کې وژل شوى دى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې شورا مرستيال مُحب الله نوري تيره شپه کله چې له چاريکار ښار څخه د سالنګ خوا ته روان و، د تُتمدرې په سيمه کې له ځنګل څخه ورباندې بريد وشو.
سرجنګ وايي، چې په دې بريد کې د نوري موټر ويجاړ شوى، خو چاته زيان نه دى اوښتى.
نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته امنيتي ځواکونه د پلټنې لپاره ليږل شوي ، خو تراوسه بريد کوونکي نه دي پېژندل شوي.
خو مُحب الله نوري ته يوې نږدې سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي،پژواک ته وويل، چې د نوري موټر تر راکټي بريد لاندې راغلى و، چې دى ترې روغ وتلى دى.
سرچينه وايي، چې په دغه بريد کې موټر زيانمن شوى، خو مرګ ژوبله نه لري.
د سرچيني په وينا، دغه بريد د يوه آيلکس موټر له خوا شوى او بريد کوونکي تښتېدلي دي.
له بلې خوا په پروان ولايت کې د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو يو کارمند په وسله وال بريد کې وژل شوى دى.
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري پژواک ته وويل، چې دغه بريد تيره شپه په نهو بجو د ګلبهار په سيمه کې د استخباراتو پر يوه کارمند لايق شوى دى.
ولسوال زياته کړه، چې لايق تېره ورځ له غرمې وروسته د خپل ورور کورته تللى او د شپې هم هلته و، چې وسله وال کور ته ورننوتل او هغه يې وواژه.
سکندر وايي، چې تراوسه د پېښې لامل او بريد کوونکي نه دي معلوم، خو په اړه يې پلټنې کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن