ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ماشوم د تښوونکو له منګولو وژغورل شو

يو ماشوم د تښوونکو له منګولو وژغورل شو

author avatar
20 Oct 2013 - 15:36
يو ماشوم د تښوونکو له منګولو وژغورل شو
author avatar
20 Oct 2013 - 15:36

هرات ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د  هرات امنيه قوماندانۍ وايي، چې د تښتوونکو له بنده يې يو ماشوم ازاد کړى او د ياد ماشوم د تښوونې په تړاو يې درې تنه نيولي دي.

د  هرات امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره د تلې په ٢٨مه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې تېر ماښام په کرخ ولسوالۍ کې د  عبدالمتين په نامه ۱۳ کلن ماشوم څو تنو د لوبو له ځايه تښتولى و.

هغه زياته کړه، د ماشوم کورنۍ پوليسو ته خبر ورکړى و، چې له خبرېدوسره سم پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړل او د يوه ساعت په اوږدو کې يې ياد ماشوم پيدا او درې تنه عاملين يې ونيول .

دى وايي، چې د عملياتو پر مهال جګړه نه ده شوې او نه هم چاته مرګ ژوبله اوښتې.

امنيه قوماندان ژغورل شوى ماشوم عبدالمتين هم رسنيو ته وښود  . هغه له پوليسو مننه وکړه، چې دى يې د تښتوونکو له منګولو وژغوره.

هغه زياته کړه، چې تښتوونکو ډبولى و او بيا يې سترګې ورته تړلې وې او دغرونو پر لوري يې بيولى و.

ويل کېږي، چې ياد ماشوم د سيمې د يوه شتمن زوی دى او تښتوونکو هڅه کوله ، چې له کورنۍ څخه يې پيسې ترلاسه کړي.

د يادونې ده. تېر کال په دغه ولايت کې د تښتوونکو تر يو شمېر پېښو وروسته په دې وروستيو کې دا پېښې کمې شوې دي.

تېر کال د علي سينا په نوم د يوه سوداګر  زوى تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى و، چې  د هرات ولايت د خلکو په ګډون د ټول هېواد او نړيوالو غبرګون يې راپارولى و.

وروستو محکمې د ياد ماشوم تښتوونکو ته د مرګ سزا ورکړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.