ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول

د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول

author avatar
22 Oct 2013 - 17:47
د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول
author avatar
22 Oct 2013 - 17:47

هرات (پژواک ٣٠ تله ٩٢): په هرات کې د سولې عالي شورا استازي وايي، د وسله والو د يوه قوماندان په ګډون لس کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د هرات د سولې شورا د مطبوعاتو د څانګې مسوول شېرافضل پوپل د تلې په ٣٠مه پژواک ته وويل، چې د وسله والو دغه لس کسيزه ډله د ملا سيداقا په مشرۍ تېره شپه په چشت شريف ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

هغه زياتوي، د وسله والو دغه لس کسيزه ډله د قومي مشرانو په منځګړيتوب د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه، چې ١٧ ميله وسله او تر سل کيلو زيات چاودېدونکي توکي او مهمات يې له ځان سره راوړل.

د دې وسله والې ډلې قوماندان ملا سيداقا خبريالانو ته وويل، له خپل دولت سره به د امنيت په برخه کې مرسته کوي او د دولت او نړيوالۍ ټولنې له لوري د ټولګټو پروژو د ساتنې ژمنه يې وکړه.

هغه زياته کړه، د ده ملګرو ته دې کاري زمينې برابرې شي او دغه راز دې نورو کسانو ته کاري فرصتونه ورکړل شي.

 چشت شريف ولسوالۍ د هرات شمال ختيځ ۱۳۰ کيلومترۍ کې پرته ده او په نا امنو سيمو کې راځي، په دې سيمه کې د سلما بند کار د نا امنۍ له کبله ټکنى روان دى.

شاوخوا مياشت کې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې هم د وسله والو يوه ١٣ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوې وه.


Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.