ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوېديځ زون کې ملکي مرګ ژوبله ٦٠ سلنه زياته شوې

په لوېديځ زون کې ملکي مرګ ژوبله ٦٠ سلنه زياته شوې

author avatar
10 Nov 2013 - 15:46
په لوېديځ زون کې ملکي مرګ ژوبله ٦٠ سلنه زياته شوې
author avatar
10 Nov 2013 - 15:46

هرات (پژواک ١٩ لړم ٩٢): په لوېديځ زون کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٦٠ سلنه زياته شوې او د تېرو لسو مياشتو په موده کې د ماين چاودنو ٢٣٠ مېرمنې او ماشومان وژلي دي.

دغه خبرې په افغانستان کې د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجيت کينيا په هرات کې د بشري حقونو د کمېسيون په دفتر کې له رسنيو سره په خبري ناسته کې  شريکې کړې.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال په لسو مياشتو کې په هرات، فراه، غور او بادغيس ولايتونو کې ٧٣٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 جورجيت پر دې وژنو اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې په ملکي وژنو کې ٨٥ سلنه طالب وسله وال او ٣ سلنه حکومت ښکېل دي خو د پاتې ١٢ سلنه مرګ ژوبلې عامل ناڅرګند دى.

 د نوموړي په وينا، د ٢٠١٢ کال په لسو مياشتو کې د لوېديځ زون د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ٤٦٢ کسه وو.

هغې زياته کړه، د ملکي کسانو په وژنه کې د طالبانو له لوري د سړک غاړې ماينونه ډېر خطرناک ثابت شوي، چې يواځې د لسو مياشتو په ماين چاودنو کې ٢٣٠ مېرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 کينيا د دولت په امنيتي ادارو کې د سيمه ييزو پوليسو کړنې ناوړه وبللې او زياته يې کړه، چې په دې اړه يې د کورنيو چارو له وزارت سره خپله اندېښنه شريکه کړې ده.

په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس غلام قادر رحيمي هم د يوناما راپور تاييدوي، خو زياته يې کړه، چې په دې وروستيو کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى، په داسې حال کې چې له لرې پرتو سيمو پوره معلومات نه لري.

 رحيمي زياتوي، د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى لس سلنه زيات شوى، د ده په خبره چې تېر کال له ٤٤٢ مېرمنو سره تاوتريخوالى شوى و.

 د هغه په وينا، چې د مېرمنو ځان سوځونه، له کورنيو د پېغلو تېښته په فرهنګ بدل شوي کارونه دي.

د ده په خبره، لوى عامل يې کورني تاوتريخوالي، کم عمره او جبري ودونه او دغه راز روغتيايي خدماتو، ښوونې او روزنې ته نه لاسرسى دي.

 که څه هم په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د حکومت په استازيتوب څوک نه و خو له دې وړاندې د هرات والي فضل الله وحيدي د ښځو له حقونو د ملاتړ ډاډ ورکړی و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.