کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت وسله واله مخالفه ډله وايي، چې دوى غواړي په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
د ولسمشرۍ لپاره ٢٧ کسانو نوم ليکنه کړې وه، خو د ټاکنو کمېسيون له خوا ١٦ تنه بېرته و ايستل شول او يواځې لس کسان، چې په شرايط يې پوره کړي وو، په لومړني لېست کې پاتې دي.
په پاتې کانديدانو کې د حزب اسلامي مرکزي غړي انجنير قطب الدين هلال او د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي يوې بلې ډلې له ډاکټر عبدالله ملاتړ اعلان کړى او د دې ډلې يو غړى انجنير محمدخان د عبدالله عبدالله د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير د لړم په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى غواړي په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي.
هغه زياته کړه: ((سره له دې چې موږ عقيده لرو، د امريکايانو په نظامي حضور کې او تېرې تجربې په نظر کې نيولو سره ټاکنو ته خوشبين نه يو.))
د نوموړي په وينا، دوى دا هم ګڼي چې راتلونکې ټاکنې د پخوا په څېر غير شفاف او غير عادلانه وي، خو د دوى يو پلاوى څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال له سياسي څېرو او ډلو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
ډاکټر غيرت بهير وويل، چې د ده په مشرۍ د حزب پلاوي له ولسمشر حامد کرزي، د هغه له لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم او د ولسمشرۍ له يو شمېر کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکتر زلمي رسول، استاد سياف، ډاکټر عبدالله عبدالله او قيوم کرزي سره ليدلي دي.
د حزب د سياسي چارو مسوول زياته کړه: ((دغه راز په کابل کې مو له مېشتو حزبي وروڼو سره هم تفصيلي ليدنې درلودې او د راتلونکو ټاکنو په اړه يې له دوى او نورو اړخونو سره خبرې کړې دي.))
د هغه په وينا، د دغو ليدنو پر مهال د راتلونکو ټاکنو په اړه يې د ټولو اړخونو نظريات واورېدل او دوى خپل نظريات وړاندې کړل.
ډاکټر بهير وويل، چې دوى د خپل سفر او ليدنو کتنو بشپړ راپور مشرتابه او اجرائيه شورا ته وړاندې کړى او په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون يا نه ګډون پرېکړه به هغوى کوي.
هغه د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په ټاکنو کې يې د ګډون پرېکړه وکړه، نو د کوم کانديد ملاتړ به وکړي؟ وويل: ((د صالح کانديد ملاتړ کوو، چې شعار يې د بهرنيانو د اشغال خاتمه وي او په هېواد کې د سولې، امنيت او د ملي يووالي اجنډا ولري.))
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې حزب اسلامي تل پر ټاکنو ټينګار کړى او په نظام کې د مثبت بدلون راوستلو يواځېنۍ لاره ټاکنې ګڼي.
د نوموړي په وينا، فکر نه کوي چې د انجنير حکمتيار ډله به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي، خو زياتوي چې دوى غواړي راتلونکو پارلماني ټاکنو او پنځه کاله وروسته ولسمشريزو ټاکنو ته ځان تيار کړي.
د حقيار په خبره، چې په ټوليزه توګه د حکمتيار ډلې دريځ حکومت لوري ته نرم شوى او د دوى ډېرى مشران کابل ته سفرونه کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن