ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د انځورونو نندارتون پرانيستل شو

author avatar
12 Nov 2013 - 19:13
author avatar
12 Nov 2013 - 19:13

هرات ښار (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د هرات ښاروالۍ له خوا د بېلابېلو حرفوي عکاسانو ٤٠ قطعې انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د هرات ښاروال محمدسليم تره کي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته د دغه نندارتون د پرانيستلو پر مهال وويل، چې له دغه کار څخه يې موخه د ښاري ژوند له کولتور سره د خلکو لا ښه بلدوالی دى.

هغه زياته کړه، چې په عکسونو کې په ښار کې چاپېريالي ناخوالې او نور ټول هغه څه انځور شوي ، چې په يوه نه يوه ډول د ښاري ژوند انځور تمثيلوي.

ازاد انځورګر هوشنګ هاشمي يو له هغو عکاسانو دى، چې د کمرې ۱۲ اخيستل شوي عکسونه يې نندارتون کې منل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ما په ښار کې د ماشومانو په اوږو د درنو کارونو، د ښار چاپېريال ته احتمالي ګواښونه او د نورو ورځنۍ ستونزو اړوند عکسونه دلته اېښي دي، موخه مې دا ده چې په دې ډول د ښاري ژوند د سمونو پيغام خلکو ته ورکړم.))

د دغه نندارتون يوې ۴۵ کلنې مېرمن حليمي پژواک ته وويل، چې نندارتون ډېر په زړه پورې دى او ډېر هغه څه يې ترې زده کړل ، چې په ښاري ژوند کې مهم دي.

هغې زياته کړه: ((په ښاري ژوند کې ډېر عادي موضوعات چې کله ناکله د کمې، يا نه پاملرنې له کبله د ښار ککړتيا لامل کېږي، د بېلګې په توګه دلته يوه انځور کې د يوه کور په مخ کې د پخلنځي زيات شيان ښکاري دا د هر کور کيسه ده.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.