ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری عاملين  نه مجازات کيږي”

“د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری عاملين نه مجازات کيږي”

author avatar
3 Dec 2013 - 18:14
“د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری عاملين  نه مجازات کيږي”
author avatar
3 Dec 2013 - 18:14

 کابل(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٢): د افغانستان د ښځو چارو وزيرې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو په اړه اندېښنه وښوده ، له ديني عالمانو او اړوندو حکومتي ارګانونو څخه يې وغوښتل، چې د تاوتريخوالي د کمښت لپاره کار وکړي.

د ښځو چارو وزيرې حسن بانو عضنفر د ” ښځو پر وړندې د تاوتريخوالي منع داسلام له نظره “په نوم يوه ورځني علمي او څېړنيز کنفرانس ته په وينا کې وويل، چې په وروستيو کلونو کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو ناوړه تاوتريخوالى لکه ځوړندول، د نوکانو وېستل، پزه غوڅول او نور پېښ شوي دي.

دې زياته کړه: ” دا تاو تريخوالي د يوه ځانمرګي په څير دي”

 د ښځو چارو وزيرې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيل څخه تر نن  پورې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٤٠٠ قضيې چې وهل ډبول، ځان سوزونه، د زده کړې او تحصيل مخنيوى، جنسي تجاوز، وژنې او نورې په کې دي، په دې وزرات کې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو وزيرې زياته کړه، اساسي ستونزه داده، چې  تاوتريخوالي ډېرى عاملين نه نيول کېږي او يا نه دي مجازات شوي.

دې وويل: دا وزارت هڅه کوي، چې په اړوندو ارګانونو فشار راوړي، څو د تاوتريخوالي عاملينو  په نيولو او مجازاتو کې لا ډېره همکاري وکړي.

 سرچينې له ديني عالمانو او ملا امامانو څخه وغوښتل، چې د جوماتونو، تکاياوو او رسنيو له لارې د ښځو د حقونو په اړه تبليغ وکړي او دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

د ارشاد، حج او اقافو وزير محمد يوسف نيازي په دې کنفرانس کې وويل، چې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى د اسلامي ارزښتونو او احکامو خلاف دى.

ده وويل، چې اسلام ښځو ته د زده کړې، تحصيل، کار او مالکيت حق ورکړى او د ديني عالمانو دنده ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه تبليغ وکړي.

 نوموړي وويل:((کله چې زموږ خويندې، د ښځو دحقونو فعالينې او د ښځو چارو وزارت خپل کارونه په خپله مخته يوسي او له عالمانو سره سلا مشوره ونه کړي، نو امکان لري، چې کار يوې سمې موخې ته ونه رسېږي  او ددې امکان هم شته، چې د علمانو له نيوکې سره مخ شي، خو کله چې تاسې د علمانو په مشوره کار وکړئ، نو په يقين سره ويلى شم، چې کار به سم وي، د اسلامي ارزښتونو او احکامو مطابق به وي اوهغه  پروژه به په ډاډمن ډول موخې ته رسېږي.))

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد دوکتور محمد اياز نيازي په ياد کنفرانس کې د واده حق ، د ودونو د لوړو لګښتونو، د ميراث په حق ، مهر، نفقې او په  نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

 هغه وويل: ((له بده مرغه هغه څه چې  موږ په وطن کې وينو ، ډېر دردونکي دي، د ښځو پر وړاندې ډېر ناوړه تاو تريخوالي ترسره کېږي،  خو بايد چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو سوداګري ونه شي او نه دې د تبليغاتي اړخونو په  توګه ترې کار اخيستل کېږي.))

هغه زياته کړه، چې بايد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي کې جدي مبارزه وشي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې اسلام ښځو ته داسې حقونه ورکړي، چې په هېڅ دين کې نه شته او بايد چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره قران او شريعت ته مراجعه وشي.

 نيازي زياته کړه: ((له بلې لارې نه شو کولى، چې خپلې ستونزې حل کړو، لوېديځوالو له ځان سره څه کړي، چې موږ سره به يې وکړي؟  له ښځې يې څه جوړ کړي؟  نن د ښځې له کرامت او حرمت سره لوبه کېږي… ښځو ته نور هېڅ نه دي ورکړل شوي.))

نوموړي وويل، د ښځې پزه پرې کېږي او په مطبوعاتو کې پرې سوداګري کېږي، خو د قران فرمان دى، هغه نارينه چې د ښځې پزه پرې کړي، پزه دې پرې شي،  هغه نارينه چې د خپلې ښځې غوږ يې پرې کړ، غوږ دې پرې شي ، هغه نارينه چې د خپلې ښځې سترګه يې ويسته، بايد چې سترګه يې وويستل شي.

هغه زياته کړه :((له دې نه بل غښتلى فرمان او قانون شته دى؟  راوړئ چې زه يې ومنم، خپله لاره ورکه نه کړئ.))

نيازي له ديني عالمانو وغوښتل، چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره دې د اسلامي شريعت مطابق هڅې وکړي.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.