کندهار ښار (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٢ ) : وسله والو طالبانو په کندهار ښار کې ديوه غچلکي بريد په ترڅ کې دوه پوليس ووژل .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د ليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په لسو بجو د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو په سيمه کې پر ملي پوليسو ډزې وکړې او دوه پوليس يې په دې غلچکي بريد کې وژلي دي.
دى وايي، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنه پيل کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې پوليسو په بېلابېلو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي ،چې په ترڅ کې يې لسګونه ماينونه، وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن