ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د ملکي وژنو عاملين دې محاکمه شي

لاريون کوونکي: د ملکي وژنو عاملين دې محاکمه شي

author avatar
11 Dec 2013 - 15:27
لاريون کوونکي: د ملکي وژنو عاملين دې محاکمه شي
author avatar
11 Dec 2013 - 15:27

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): په کابل کې د ښځو په ګډون سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې پر امريکا او ناټو د نيوکې تر څنګ غوښتنه يې وکړه، چې د تېرو درېيو لسيزو د ملکي وګړو قاتلين دې محاکمه شي.

دغه لاريون د افغانستان د عدالت غوښتونکو ټولنې (ادا) له خوا نن سهار د ٣٠٠ ګډونوالو له خوا چې ډېرى يې ښځې وې، له زنبق څلورلارې څخه پيل او د کابل ښار په حاجي يعقوب څلورلارې کې پاى ته ورسېد.

دوى خپل شعارونه د “موږ عدالت غواړ، جنايتکاران بايد محاکمه شي، د ډله ييزو قبرونو عاملين بايد وپېژندل شي، ډيموکراسي له عدالت پرته معنى نه لري،د افغانستان خلک د عدالت پلي کولو غوښتونکي دي.” شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو پر امريکايي او ناټو ځواکونو د نيوکې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر دې د ملکي وګړو له وژنې لاس واخلي.

د افغان عدالت غوښتونکو ټولنې رييسې ويدا احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه لاريون څخه يې موخه د قربانيانو د اونۍ نمانځل، عدالت غوښتنه او د قربيانيانو د غږ اوچتول دي.

هغې د ملي شورا يو شمېر غړي او د ولسمشرۍ رياست ځيني نوماندان په جنګي جناياتونو تورن کړل او ادعا يې وکړه، چې د عامو وګړو په وژنه کې لاس لري او اوس يې واک هم په لاس کې دى.

د (ادا) ټولنې رييس زياته کړه: ((امريکا هم په تېرو ١٢ کلونو کې د افغانانو کورونه بمبار کړي او خلک يې په وينو او خاورو لړلي دي.))

معترضينو ويل، چې په تېرو ١٢ کلون کې امريکا او ناټو د بشري حقونو او ديموکراسۍ له غولوونکو شعارونو سره افغانستان ته راغلل او بشري حقونه يې د خلق و پرچم، طالبانو او تنظيمونو د مهال په څېر تر پښو لاندې کړل.

يوې لاريون کوونکې منيژې وويل: ((ټوله کورنۍ مې د کابل په افشارو کې ووژل شوه، غواړم چې عاملين يې محاکمه شي.))

 لاريون کوونکو په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په يوه برخه کې يې راغلي: ((موږ ډېر زر د خلق، پرچم، جهادي تنظيمونو او د طالبانو د حاکميت دورې او بيا تر ننه د ټولو جنايتکارانو له دندو لرې کېدل غواړو.))

د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي، چې د تېرو دريو لسيزو د جنګي جنايتکارانو ټول تورن بايد په يوه بې پرې، با صلاحيته ملي او نړيواله محکمه کې محاکمه شي.

لاريون کوونکو له ناټو او امريکايي ځواکونو څخه په فوري ډول غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو وژنه دې بنده کړي، همدارنګه په يوه نړيوالو محکمه کې يې د دغو وژنو د عاملينو د محاکمې غوښتنه کړې او دوى ته يې د قضايي صلاحيت ورکړه ملي خيانت ګڼلى دى.

 د افغان محاکمه غوښتونکو ټولنې تېره ورځ هم د کمونيستي رژيم په ګډون د تېرو دريو لسيزو جګړو د قربانيانو او نورو پېښو  ١٠ زره تصويرونه د کابل د دارالامان په ويجاړه ودانۍ کې نندارې ته اېښي وو.

د هالنډ لويې څارنوالۍ د روان کال په تله مياشت کې د هغو پنځه زره افغانانو نومونه خپاره کړل، چې په ١٣٥٧ او ١٣٥٨ مو کلونو کې د کمونستي رژيم پر مهال په افغانستان کې وژل شوي، د هالنډ حکومت دا لړليک په دغه هېواد کې د يوه افغان کډوال امان الله د څرګندونو پر بنسټ چمتو کړى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.