ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر دې د امنيتي سند د لاسليک په اړه روښانه دريځ غوره کړي”

16 Dec 2013 - 14:40
16 Dec 2013 - 14:40

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې چې ” امريکا له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک په برخه کې ښکېلاکي چلند کوي” احساساتي بللې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه کانديد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د هېواد د بنسټيزو او برخليک ټاکونکو مسايلو په اړه شعارونه ورکول او احساساتي خبرې د هېواد ستونزه نه شي حل کولى.

ولسمشر کرزي د فرانسوي لوموند ورځپانې سره په تازه څرګندونو کې ويلي چې امريکا له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک په برخه کې ښکېلاکي چلند کوي، خو افغانستان به دغه سند تر هغو لاسليک نه کړي، چې شرايط يې پوره نه شي.

حامد کرزي زياته کړې: ((دا خپل مسووليت ګڼم، چې د امنيتي سند په اړه له امريکا ضمانت ترلاسه کړم، څو د افغانستان د خلکو موخې په کې پر ځاى شي، خو افغانستان به دغه سند تر هغو لاسليک نه کړي، چې شرطونه يې نه وي پوره شوي.

ډاکټر عبدلله چې د ملي اېتلاف يا د حکومت د اپوزېسيون رييس هم دى، وويل چې ولسمشر کرزى اختيار لري او دا يې له قانوني واکونو څخه ده، چې له امريکا سره امنيتى تړون لاسليک کړي او که نه، خو که چېرې دغه سند نه لاسليکوي، نو بايد خپل دريځ په روښانه ډول اعلان کړي، څو خلک وپوهېږي او دا مهمه موضوع له ځنډېده راووځي.

مشورتي لويې جرګې د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې د کابل- واشنګټن تر منځ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې که چېرې امريکا د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو د عملياتو بندولو، امنيت راوستو او له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو په برخه کې ضمانت ورکړي، نو دى به هم دا تړون لاسليک کړي او که داسې ونه شي، نو سند به هم له ټاکنو وروسته راتلونکى حکومت لاسليکوي.

امريکا ګواښ کړى، چې که چېرې دغه سند د ٢٠١٤ کال تر پاى ته رسېدو مخکې چې دوې اونۍ ورته پاتې دي، لاسليک نه شي، نو له افغانستان به ووځي.

ډاکټر عبدالله زياته کړه: ((هغه موارد، چې د ولسمشر له خوا د لاسليک لپاره د شرطونو په توګه وړاندې شوي، يوه برخه يې خپله د حکومت دنده ده، له بهرنيو هېوادونو څخه د سولې او امنيت تامين، د عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کول يوه بې ځايه غوښتنه ده.))

خو هغه زياته کړه، چې د سولې او امنيت مسئله معمولي نه ده، چې په يوه يا څو ورځو کې يې پايله معلومه شي، بلکې دا يوه اوږدمهاله پروسه ده، چې دولت هم په دې برخه کې ناکامۍ درلودلې دي.

د ملي اېتلاف رييس وويل: ((دې موضوعاتو ته په پام سره دا نتيجه اخيستلى شو، چې د دا ډول شرطونو وړاندې کول، د بل څه د اخيستلو لپاره کومه بهانه نه ده.))

ډاکټر عبدالله په دې اړه چې ځينې داسې څرګندونې هم شته، چې ولسمشر کرزى له امريکا غواړي، چې د ده د خوښې له کانديده ملاتړ وکړي، وويل: ((له شوو تبصرو څخه يوه دا ده، چې شايد ولسمشر وغواړي په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند په اړه يو ډاډ ترلاسه کړي، خو ممکن موضوع له دې هم پېچلې وي.))

هغه څرګنده کړه، چې ولسمشر د افغانستان د خلکو پر وړاندې مسووليت لري، څو په خپلو کړنو او څرګندونو کې ملي ګټې په نظر کې ونيسي او مسوولانه چلند وکړي.

د ولسمشرۍ دا کانديد چې تر دې وړاندې د حامد کرزي په حکومت کې د اوو کلونو لپاره د بهرنيو چارو د وزير په توګه کار کړى، د ١٣٨٨ لمريز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي عمده سيال و، چې تر نورو نوماندانو يې زياتې رايې اخيستې وې.

نوموړى تل په حکومت نيوکه کوي او ادعا کوي، چې حکومت د عادلانه او رڼو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version