ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ناټو ترمنځ پر ” SOFA” تړون خبرې اترې پیل شوې

21 Dec 2013 - 21:27
21 Dec 2013 - 21:27

کابل ( پژواک ۳۰ لیندۍ ۹۲ ) : دافغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د ” SOFA”په نامه پر امنیتي سند خبرې اترې په کابل کې پیل شوې.

په کابل کې د ناټو سازمان د ملکي استازي له دفتر څخه د لیندۍ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې خبرو کې د افغانستان له لوري د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د افغانستان او د ناټو ځانګړی ملکي استازی مورټیس جوکیمز برخه اخیستې وه.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د پاتې کیدونکو سرتیرو د قانوني حیثیت او دريځ د   Status of forces agreement” SOFA”  تړون په اړه د خبرو اترو هرکلی کړی دی.

هغه زیاته کړې : (( د ناټو او افغانستان حکومت په ګډه پریکړه کړې وه چې پر یاد سند خبرې اترې پیل شي او دا پروسه نن په کابل کې پیل شوه. ))

راسموسن یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې دا خبرې به تر هغې نه بشپړیږي او نه هم لاسلیک پرې کیدای شي، څو پورې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سندلاسلیک شوی نه وي.

ناټو وایي چې د ” SOFA”سند لاسلیک سره ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدو او د روزنې، مشورې او همکارۍ د نوي ماموریت لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کوي .

د ناټو او افغانستان ترمنځ پر ” SOFA”سند خبرې اترې په داسې حال کې په کابل کې پیل شوې چې ناټو تر دې مخکې په ډاګه کړې وه، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امینتي سند دصوفه سند لاسلیک لپاره اړین دي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن دوه اونې مخکې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دغونډې پر مهال ویلي وو، که ولسمشر کرزی د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو د ناټو روزونکي او سلاکاران نه شي کولی له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت تر سره کړي.

هغه زیاته کړې وه : (( د کابل او واشنګټن تر منځ تړون د ناټو ځواکونو پاتې کېدو لپاره اړین دی، ځکه چې دې کار سره موږ د خپلو ځواکونو د شتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کوو.))

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل ناټو ته پر صوفه تړون د خبرو اترو پیلولو رسمي بلنه ورکړې وه.

مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او وړانديز يې وکړ، چې دا سند دې د ۲۰۱۳ کال له پایه مخکې لاسلیک شي.

خو و لسمشر حامد کرزي جرګې ته پخپله وروستي وینا کې  شرطونه وړاندې کړل چې ترڅو امریکا دغه شرطونه ونه مني، نو امنیتي سند به نه لاسلیکوی، دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم په راتلونکو شپږو اوونیو کې دسند دلاسلیک کلو کلکه غوښتنه کوي.

Views: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version