کندهار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په يوه جومات کې ايښودل شوي ١٥ ماينونه کشف او له منځه يوړل شول.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماينونه د يادې ولسوالۍ د تلوکان کلي په شين غزي نومي جومات کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، په دغه جومات کې د ١٥ ماينونو تر څنګ يوه مخابره، ٢٥٠ فيره د پيکا مرمۍ او نور مهمات هم ترلاسه شوي، چې د وسله والو مخالفينو له خوا پټ کړل شوي وو.
دى وايي، دغه توکي تر هغه وروسته کشف شول، چې پوليسو يې په اړه معلومات ترلاسه کړل او په دې توګه يې د سلګونو لمونځ کوونکو ژوند وژغوره.
د ده په وينا، د ياد شوي جومات د امام او نورو هغو کسانو چې دغلته يې ماينونه او وسلې ځاى پر ځاى کړې وې، د نيولو کېدو هڅې روانې دي.
له بلې خوا په سويل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي ، چې د عملياتو په ترڅ کې د کندهار په پنجوايي او خاکرېز ولسواليو کې ، ٦٣ ډول ډول ماينونه،٧٥د ماين پتاقي، ٢٢ آيکم مخابرې آنټن، ١٧٥ قلمي بالتۍ او د ملي پوليسو اووه جوړه کالۍ له وسله والو مخالفينو څخه لاس ته راوړي دي.
همدارنګه د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې هم د وسايطو ضد پنځه کړۍ ماينونه د ملي اردو لخوا موندل شوى او شنډ کړاى شوي دي.
وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن