غزني ښار (پژواک ۲ مرغومى ۹۲): د غزني امنيتي مسوولينو له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د شنډولو او شپږو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ملي اردو له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه د ګيلان ولسوالۍ د شيرک په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او ٩ نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړی وايي، د دې ترڅنګ يې د غزني د مُقر ولسوالۍ په چهار کلا سيمه کې هم عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د سلطاني په وينا، په دغو عملياتو کې کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موټر په هوايي بريد کې له منځه وړل شوى دى.
سلطاني وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل چې د دغه موټر په وسيله د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد ترسره کړي، خو د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې له منځه يوړل شو.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ګيلان او مقر ولسواليو کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړل او زياته يې کړه چې يادو ځواکونو ملکي وګړي له ځان سره وړي دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې په غزني ښار کې يې د يوې چاودنې له امله د يوه قوماندان په ګډون دى درى پوليس وژلي دي.
خو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن