ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له متحده عربي اماراتو سره د هوايي خدمتونو هوکړه ليک د هېواد په ګټه نه دى”

23 Dec 2013 - 15:28
23 Dec 2013 - 15:28

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون او د ملکي خدمتونو او هوايي چلند رياست، د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د هوايي خدمتونو هوکړه ليک د هېواد په ګټه نه بولي.

د افغانستان د هوايي چلند او ملکي خدمتونو د خپلواک رياست مشر حامد ظاهر نن د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون ته غوښتل شوى و، څو د ياد تړون په اړه معلومات ورکړي. ظاهر وويل، چې د افغانستان او متحده اماراتو تر منځ د هوايي خدمتونو په برخه کې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې تفاهم ليک لاسليک شوى و. ده وويل، چې په دې اړه له يو څه بدلونونو سره د روان کال د تلې په لومړيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو. دغه هوکړه ليک د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير زلمي رسول د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ٦٨مه غونډه کې په نيويارک کې لاسليک کړى دى. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه ليک د دواړوه هېوادونو هوايي شرکتونو ته د دې زمينه برابروي چې الوتکې يې د يو بل په هوايي حريم کې له ناستې پرته پروازونه وکړي، د يو بل په خاوره کې د غير ترافيکي مقاصدو لپاره توقف وکړي او د يو بل په خاوره کې مسافر او توکي ولېږدوي. دغه راز د دغه هوکړه ليک له مخې، دواړه هېوادونه حق لري چې د يو بل له هوايي کرښو، هوايي ډګرونو او نورو هوايي اسانتياوو له تبعيض پرته ګټه پورته کړي. ظاهر وايي، چې دغه هوکړه ليک ځکه د افغانستان په ګته نه دى، چې عربي امارات خپلو امکاناتو ته په پام سره کولاى شي له دغه تړون څخه په افغانستان کې ډېره ګټه پورته کړي، خو افغانستان اوس مهال دا وړتيا نه لري چې له دغه تړون څخه په عربي اماراتو کې لازمه ګټه پورته کړي. دى وايي، که چېرې عربي امارات د ياد هوکړه ليک له مخې، په افغانستان کې فعاليت پيل کړي، نو کېداى شي چې د افغانستان د هوايي چلند سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، ځکه دا مهال د افغانستان هوايي شرکتونه نه شي کولاى چې د عربي اماراتو له شرکتونو سره سيالي وکړي. د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون مشر زلمي زابلي هم وويل، چې ياد هوکړه ليک د افغانستان په ګټه نه دى او د افغانستان د وزيرانو شورا يې بايد تصويب نه کړي. ياد چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د افغانستان د وزيرانو شورا نن پر ياد هوکړه ليک خبرې وکړي. زابلى وايي، د افغانستان د هوايي چلند خصوصي شرکتونو دغه کمېسيون ته ويلي چې که چېرې د ياد هوکړه ليک د پلي کېدو مخه ونه نيول شي نو په لاريونونو به لاس پورې کړي او کورنۍ هوايي الوتنې به بندې کړي. د کام اير خصوصي افغاني هوايي شرکت مشر غلام حضرت ساپي هم په نننۍ ناسته کې وويل، چې ياد هوکړه ليک د افغانستان په ګټه نه دى. هغه وايي: ((که عربي امارت له موږ سره بالمثل عمل هم وکړي لس کاله وروسته هم موږ نه شو کولاى، چې رقابت ورسره وکړو.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version