کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): پنځو کانديد وزيرانو او د سترې محکمې د عالي شورا دوو نوماند غړو نن له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.
د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠مه ياد کانديد چارواکي ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړل.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره دين محمد مبارز راشدي، د بهرنيو چارو لپاره ضراراحمد عثماني، د اوبو او برېښنا لپاره محمد عارف نورزى، د سوداګرۍ او صنايعو لپاره شاکر کارګر او د کانونو او پتروليم لپاره محمداکبر بارکزى د نوماند وزيرانو په توګه معرفي شوي وو.
دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه نوماند شوي وو.
دغو اوو تنو نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي، کانديدانو ته يې د رايې صندوقونه کېښودل.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو غړو ګډون کړى و او د نوماند چارواکي د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه.
د رايې اچونې په پايله کې دين محمد راشدي د ١٦٦، عثماني د ١٨٣، محمدعارف نورزي د ١٧٧، محمدشاکر کارګر د ١٦٣ او محمد اکبر بارکزي د ١٦٤ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د اړوندو وزارتونو د څوکيو ترلاسه کولو لپاره د ولسي جرګې د باور رايه واخيسته.
دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره دين محمد ګران د ١٤٦ او عبدالقادر عدالتخواه د ١٦٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د يادې جرګې باور ترلاسه کړ.
راشدي تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال، عثماني د پروان والي، د کورنيو چارو وزير، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير، نورزى د سرحداتو وزير، د ولسي جرګې غړى او د ولسمشر د سلاکار، کارګر د اوبو او برېښنا وزير، په اذربايجان کې د افغانستان د سفير او د ولسي جرګې د غړي په توګه او بارکزي د اوبو او برېښنا او کانونو وزارت د مرستيال او د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.
دغه راز دين محمد ګران د پوهنې وزارت د مرستيال او د کابل د شريعاتو پوهنځي د استاد او عدالتخواه د عدليې وزارت د مرستيال او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څارکمېسيون د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د يادونې ده، چې حکومت ځکه ياد شوي اوه کانديدان ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستنې په موخه معرفي کړل، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رييس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا د دريو غړو د کار موده پاى ته رسېدلى وه.
خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رييس په توګه څوک نه دي معرفي شوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن