ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د سمنګانو د لاريونونو په تړاو پلاوى وګوماره

31 Dec 2013 - 19:46
31 Dec 2013 - 19:46

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٢): ولسمشر کرزي په سمنګانو کې د وروستيو لاريونونو د سازمان ورکولو او په هغو کې د مرګ ژوبلې د لاملونو د څېړنې لپاره يو پلاوى وګوماره.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د هغو لاريونونو د سازمان ورکولو د لامل او انګېزې د موندلو او هر اړخيزې څېړنې په موخه د يوه حکم په ترڅ کې د ولسمشرۍ د سلاکار محمد طاهر صافي په مشرۍ يو دولتى پلاوى ټاکلى دى.

د يادولو ده، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د سمنګان د والي پر ضد او پلوۍ د لاريونونو لړۍ پيل شوې ده، خو نن (د مرغومي لسمه) تر غرمې مخکې په مرکز ايبک ښار کې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ نښته رامنځ ته شوه، چې دوه تنه لاريون کوونکي په کې وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دغه نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د ځايي چارواکو په وينا، د سناتور اصف پلويانو او وسله والو يې د ولايت پر مقام بريد وکړ.

د سمنګان ځايي چارواکو ويلي وو، چې دوى له ځان څخه د دفاع په موخه ډزې کړې وې او دا چې لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، دا د همدوى په ډزو کې شوې.

دغه راز د سمنګانو د چارواکو په وينا، د لاريون کوونکو له خوا پنځه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې پلاوي ته دنده سپارل چې د سمنګانو ولايت له مقام، د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو له چارواکو، د سيمې له سپين ږيرو او مخورو او د ولايتي شورا له غړو سره په همکارۍ کې د لاريونونو اصلي ريښه پيدا کړي او له پايلې څخه دې د درې ورځو په ترڅ کې ولسمشرۍ ته راپور وړاندې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پلاوي په ترکيب کې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء د لوى رياست استازى لوى پاسوال محمد اسلم مسعود، د ملي امنيت د لوى رياست استازى ډګروال برکت الله، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازى حبيب الله جبارخېل، د لويې څارنوالۍ استازى ډګروال شفيق او د کورنيو چارو وزارت استازى سمونوال عبدالقهار شامل دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version