ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ لسګونو بنديانو اعتصاب پاى ته ورساوه

author avatar
2 Jan 2014 - 18:21
author avatar
2 Jan 2014 - 18:21

اسعداباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د کونړ په محبس کې لسګونو بنديانو د نه خوړلو څلور ورځنى اعتصاب پاى ته ورساوه.

د کونړ په عمومي محبس کې يادو بنديانو له دې امله د نه خوړلو اعتصاب کړى وو، چې د دوى په وينا، په تېر ١٣٩١ لمريز کال کې د ولسمشر کرزي په ځانګړو فرمانونو کې د دوى د بند په مودو کې کمى راغلى، خو لا هم نه دي پلي شوي.

د دې بنديانو د اعتصاب د پاى ته رسولو په موخه، د کونړ والي شجاع الملک جلاله او يو شمېر نور ولايتي چارواکو، نن (د مرغومي ١٢مه) له دې بنديانو سره وکتل، چې په دې سره هغوى اعتصاب پاى ته ورساوه.

د کونړ والي بنديانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى شکايتونه به ولسمشر او نورو چارواکو ته رسوي او هڅه به کوي، چې ستونزې يې هوارې کړي.

 ده بنديانو ته وويل: “که د ولسمشر په فرمانونو کې په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا او يا نورو ولايتونو کې بنديانو ته تخفيف ورکړل شوى وي، نو ستاسو لپاره به زه له ولسمشر څخه ځانګړى فرمان اخلم؛ هغوى سره چې هر ډول سلوک شوى وي، تاسو سره به هم هغه شان کار کېږي؛ په اينده کې چې ستاسو هر مشکل وي، د خولې له تړلو پرته يې ماته وايئ، هغه به حل کېږي.”

يادو بنديانو ته چې کله د کونړ د والي له لوري د هغوى د ستونزو د هواري ژمنه ورکړل شوه، نو خپلې خولې يې خلاصې کړې او په خوړلو يې پيل وکړ.

د احسان الله په نوم يوه اعتصاب کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى غوښتنې د کونړ والي ومنلې، نو ځکه يې اعتصاب پاى ته ورساوه.

ده زياته کړه: “موږ ځکه اعتصاب کړى و، چې موږ ته ولسمشر د عفوې فرمانونه راکړي، خو هغه نه عملي کېږي؛ دا په دې معنا ده چې موږ ته دوه ځله قيد راکول کېږي.”

يو بل اعتصاب کوونکى محب الله بيا ادعا کوي، چې په ياد محبس کې سپيين ږيري او داسې کسان هم شته، چې عمرونه يې له اويا کلونو اوښتي دي.

هغه وايي: “ولسمشر په فرمانونو کي وايي، چې د چا عمر له اوياوو اوښتى وي، هغوى دې خوشې شي، خو هغوى اوس هم بنديان دي؛ د يو شمېر بنديانو د بند موده پوره شوې، خو نه خوشې کېږي؛ موږ ته والي ډاډ راکړ او خوراک مو شروع کړ.”

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.