ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د فراه- هرات لويه لاره وتړله

لاريون کوونکو د فراه- هرات لويه لاره وتړله

author avatar
5 Jan 2014 - 13:28
لاريون کوونکو د فراه- هرات لويه لاره وتړله
author avatar
5 Jan 2014 - 13:28

فراه (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): وروسته له هغه چې د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان زوى د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو؛ سيمه ييزو پوليسو هم د دې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي ونيول.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د شيواني کلي اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو د دغه عمل پر وړاندې نن سهار لاريون وکړ او د فراه –هرات لويه لاره يې وتړله.

د فراه ولايتي شورا پخوانى غړى او د دغه کلي اوسېدونکى حاجي ضيا‌ءالدين شيواني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه د بالابلوک ولسوالۍ د کنج اباد د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان احمدشاه زوى وتښتاوه.

د ده په خبره، سيمه ييزو پوليسو تېره ورځ سهار مهال د شيوان کلي او د بالابلوک  له نورو کليو په لسګونو” بې ګناه” اوسېدونکي نيولي دي.

شيواني ادعا کوي، چې سيمه ييزو پوليسو نيولي کسان چې ډېرى يې لوړ عمر لرونکي دي، وهلي ډبولي او اوسمهال په خورا بد وضعيت کې دي.

هغه وويل، چې ځايي خلکو تر اوسه څو ځلې د ولسوالۍ له مسوولينو سره اړيکه نيولې، خو تر اوسه په دې اړه څه اقدام نه دى شوى.

د شيواني په خبره، د شيوان خلکو نن د اعتراض په توګه لاريون پيل کړ او د هرات-فراه لويه لاره يې وتړله.

د شيوان کلي اوسېدونکى او د لاريون ګډونوال شيخ احمد د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه ييزو پوليسو له ٥٠ زيات ځايي استوګن نيولي دي.

هغه چې له غرمې وړاندې نږدې لس نيمې بجې يې خبرې کولې وويل، چې په سلګونو کسان په لاريون کې برخه لري او له سيمه ييزو پوليسو څخه به د دغو کسانو تر خوشې کېدو پورې خپل اعتراض ته دوام ورکوي.

خو د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي وويل، چې د بالابلوک سيمه ييزو پوليسو له وسله والو طالبانو سره په تړاو ١٢ کسان نيولي دي.

يعقوبي نن له غرمۍ وړاندې په لسو بجو له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې نن سهار د دې ستونزې د حل په موخه بالابلوک ولسوالۍ ته تللى او له ځايي خلکو سره پر خبرو بوخت دى، څو طالبان د سيمه ييزو پوليسو زوى او سيمه ييز پوليس د طالبانو اړوند کسان خوشې کړي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوى کسانو د تېرې جمعې په ورځ د ګنج اباد د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان احمدشاه زوى نيولى دى.

احمدي زياتوي، چې وروسته سيمه ييزو پوليسو د شيوان کلي ٤٠٠ اوسېدونکي له ځان سره بوتلل.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.