کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د کابل امنيتي مسوولين وايي، يو ځانمرګى بريد کوونکى چې غوښتل يې په کابل ښار کې د بغلان پر يوه قومي مشر بريد وکړي، ووژل شو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن ماښام د کابل ښار په شپږمه امنيتي حوزه کې د بغلان د يوه مخور قوماندان عالم کور ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، ځانمرګى بريد کوونکى د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوى دى.
خو يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ياد شوي قوماندان زوى ټپي شوى دى.
نور جزئيات به وروسته په ليکه شي.
وسله والو مخالفينو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن