ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: په ټاکنو کې ګډون مو د وسلې اېښودو په مانا نه دى

16 Jan 2014 - 14:53
16 Jan 2014 - 14:53

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢):  د انجنير حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې يو ځل بيا په راتلونکو ټاکنو د برخې اخيستو ډاډ ورکړ، خو زياتوي چې د بهرنيانو تر شتون پورې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

که څه هم دې ډلې له تېرو څو کلونو راهيسې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې په هر ډول ټاکنو کې د نه ونډې اخيستو پر دريځ ټينګار کاوه، خو څو ورځې مخکې د دې ډلې د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت  بهير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي.

هغه زياته کړې، چې د دوى مشر انجنير حکمتيار خپلو ټولو ولايتي مسوولينو ته د يوه مکتوب له لارې سپارښتنه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده برخه اخلي.

د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  دوى خپلو غړو ته دنده سپارلې چې په راتلونكو ټاکنو كې په ګډون سره د هغه چا د بريا مخه ونيسي چې امريكا يې په ارګ کې د كېنولو هڅه كوي.

سرچينې زياته کړې: ((موږ بايد د مفسدينو، وطن پلورونكو او هر هغه نوماند د بريا مخنيوى وكړو، چې د بهرنيو ځواكونو په نور پاتې كېدو، امريكا ته د اډو پر وركولو او د جګړې پر دوام ټينګار كوي.))

حزب په ياده خبرپاڼه کې له خپلو پلويانو غوښتي، چې د ولايتي شورا ګانو په کانديدانو كې بايد د صالح، مسلمان، وطنپال او تر ټولو غوره نوماند ملاتړ وكړي.

سرچينې ويلي، چې که څه هم د بهرنيو ځواكونو په شتون كې د رڼو او عادلانه ټاکنو تمه بې ځايه ده خو حزب اسلامي په دې اند دى، چې په سياسي ډګر کې هم خپلو مخالفينو ته ماتې ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدغه ټکي ته په پام سره حزب اسلامي د ولسمشرۍ لپاره مشخص نوماند نه دى وړاندې كړى، خو حزب په ولسمشريزو ټاکنو کې هم تر ټولو د غوره يا په بدو كې تر نورو نسبتاً ښه ملاتړ كوي او په دې اړه به خپله وروستۍ پرېكړه ډېر ژر ولس ته اعلان کړي.

خو حزب اسلامي دا هم په ډاګه کړې، چې په ټاکنو کې ګډون يې په دې معنى نه دى، چې ګواکې دوى وسله پر ځمکه کېښوده.

سرچينې زياته کړې: ((موږ افغان ولس ته  ډاډ وركوو چې د حزب اسلامي په خپل اصولي دريځ او تګلارې كې کوم بدلون نه دى راوستى، نه د بهرنيو ځواكونو په شتون كې خپله وسله پر ځمكه ږدو او نه هم له حکومت سره يو ځاى کېږي.))

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version