تالقان (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): په تخار ولايت کې يوه خاوند خپله ښځه په تبر وژلې او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي.
پوليس وايي، چې دا ٢٥ کلنه مېرمن ناز بي بي نومېده او د خپل خاوند حبيب الله له خوا تېر ماښام د تخار د مرکز تالقانو ښار په باغ ملي ساحه کې وژل شوې ده.
د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالجليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو د څېړنو له مخې، حبيب الله پنځه کاله وړاندې خپله خور په بدل کې ورکړې وه او خور يې د خپل خاوند له خوا وژل شوې وه.
هغه زياته کړه، چې حبيب الله د غچ په توګه خپله مېرمن، چې اولاد يې نه درلود د تبر په وسيله وژلې، درې خپلوان او يو ګاونډى يې، چې غوښتل يې د يادې کورنۍ شخړه هواره کړي، ټپيان کړي دي.
اسير وايي، چې قاتل نيول شوى او په دې اړه ترې څېړنې روانې دي.
د تخار ولايت د ښځو چارو رياست دا وژنه په کلکه غندلې او د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا يې د پېښې عامل ته د مجازاتو غوښتنه کړې ده.
د تخار ولايت د ښځو چارو رييسه رزم اراء حواش وويل، چې دا ډول تاوتريخوالي د بېوزلۍ، وزګارتيا، نالوستۍ او له خپلو حقونو د ښځو د نه پوهاوي له امله رامنځته کېږي او اړينه ده، چې عاملان يې سخت مجازات شي.
په روان کال کې دا د ښځو او نجونو نهمه پېښه ده، چې د تخار ولايت د ښځو چارو په رياست کې ثبتېږي.
تېره اونۍ يوه ١٥ کلنه نجلۍ د تالقانو ښار په نهر چمن سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شوه او د پېښې عاملين په تېښته بريالي شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو چارو وزارت سږ کال د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاو تريخوالي پېښې د تېر کال په پرتله کمې ګڼلي، خو وايي چې د تاوتريخوالو پېښې ډېرې ناوړه او ټکان ورکوونکې دي.
د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د ٣٥ کلنې ستارې د پزې او شنډو پرې کول او د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوه خاوند له خوا په تبر د خپلې مېرمنې وژل، هغه هم له دې امله چې پنځوس افغانۍ يې د خاوند له خوښې پرته مصرف کړې وې، د تاوتريخوالي تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن