غزني ښار (پژواک ۲۸ مرغومی ۹۲): چارواکې وايي، چې د غزني د ده يک ولسوالۍ په يوه جومات کې شپږ وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او جومات هم زيامن شوى دى.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه پرون ماښام د ده يک ولسوالۍ د نواباد کلي په جومات کې رامنځ ته شوې ده.
احمدى زياتوي، د سيمې د پوليسو د معلوماتو له مخې، طالبانو غوښتل په جومات کې ماينونه جوړ او بيا يې په کومه لاره کې خښ کړي.
د نوموړي په وينا، تر چاودنې سمدستي وروسته کلي ته پوليس ورسېدل او تر پلټنو وروسته معلومه شوې چې طالبانو درې ماينونه راوړي وو.
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالمتين هم وايي، چې تېر ماښام د نواباد په جومات کې درنه چاودنه وشوه.
نوموړى زياتوي، پر ماين جوړوونکو ياده چاودنه جومات ته د ننوتلو پر مهال شوې، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او جومات يې هم زيانمن کړى دى.
د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
شاوخوا دوه مياشتې مخکې د ده يک په ګاونډ اندړو ولسوالۍ کې هم په جومات کې پر طالبانو د ماين چاودنه وشوه، چې د يو کليوال په ګډون درې طالبان يې ووژل او جومات يې ونړاوه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن