ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړيتوب ترلاسه کوي

author avatar
19 Jan 2014 - 19:50
author avatar
19 Jan 2014 - 19:50

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له امريکا سره د سوداګرۍ هوکړه ليک له لاسليک کېدو وروسته وويل، چې په راتلونکو درېيو مياشتو کې به افغانستان د نړيوالې سوداګرۍ سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

دغه هوکړه ليک، نن د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري او د مرکزي او سوېلي اسيا په چارو کې د امريکا متحدو ايالتونو د سوداګرۍ استازي مرستيالې مارا ام بور (Mara M Bur) ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.

شينواري د دغه هوکړه ليک لاسليک ډېر مهم وباله او ويې ويل، چې په دې سره به افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړيتوب ته نږدې شي.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې افغانستان د نړيوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) غړيتوب ترلاسه کړي، نو اړينه ده چې د نړۍ له دا ډول ٨ هېوادونو سره ورته هوکړه ليکونه لاسليک کړي او د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې اړينې مقررې او قوانين تصويب کړي.

هغه وايي، افغانستان تر دې مهاله له جاپان، کاناډا، ناروې، ټايوان، ټايلنډ او امريکا سره سوداګريز هوکړه ليکونه لاسليک کړي او په راتلونکې يوې مياشتې کې به له اروپايي ټولنې او ترکيې سره هم دغه ډول هوکړه ليکونه لاسليک شي.

د ده په خبره، د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره به په هېواد کې د ټرانزيټ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي او پاکستان به بيا هندوستان ته د دغه هېواد له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد پر وړاندې کوم خنډونه را ولاړ نه کړى شي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړيتوب به له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او پانګوالۍ د جلب لامل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان له ٢٠٠٤ زېږديز کال راپدېخوا د دغه سازمان څارونکى غړى دى.

د امريکا متحده ايالتونو د سوداګرۍ استازي مرستيالې په نننۍ ناسته کې وويل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له چارواکو سره يو ځاى هڅه کوي، ترڅو افغانستان ژر تر ژره د نړيوال سوداګريز سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

هغې څرګنده کړه، د افغانستان او امريکا ترمنځ د سوداګريز هوکړه ليک لاسليک د دواړو هېوادونو اړيکې پراخوي او د دواړو هېوادو پانګه وال بايد له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO) د بنسټ ډبره په ١٩٩٥زېږديز کال کې، د هوکړه ليکونو د ادارې او تنظيم، د سوداګريزو شخړو د هوارولو او د ښوونيزو پروګرامونو او تخنيکي مرستو له لارې د سوداګرۍ د پاليسۍ د ستونزو په اړه د پرمختګ په حال کې هېوادونو سره د مرستې په موخه د سويس په ژنيو ښار کې کېښودل شوه.

اوسمهال د هندوستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو په ګډون د نړۍ ١٦٠ هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.