کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي، بلخوا درې تنه شکمن او يو غل امنيتي ځواکونو نيولي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه پرون مازديګر د جلرېز ولسوالۍ په مامکۍ سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وينا، دغه ماشومانو د اتو او لسو کلونو تر منځ عمرونه لرل.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دې اخيستى.
خوګياڼى زياتوي، نن امنيتي ځواکونو د سيداباد د اميرکلا په سيمه کې د عملياتو پر مهال درې تنه نيولي او دغه راز د عطاالرحمن په نوم يو تن چې له کندهاره يې کرولا موټر را غلا کړى و او غوښتل يې کابل ته يې انتقال کړي د پوليسو له لوري په ميدانښار کې نيول شوى دى.
د هغه په خبره، له نيول شوو کسانو پوښتنې او ګروېږنې پيل شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن