واشنګټن (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): سپينې ماڼۍ يو ځل بيا پر ولسمشر کرزي غږ کړى، چې ژر تر ژره دې امنيتي سند لاسليک کړي او په ډاګه کړې يې ده، چې له دې پرته يو امريکايي سرتېرى هم په دغه هېواد کې نه شي پاتې کېداى.
د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې له امنيتي سند پرته نه امريکايي او نه هم ناټو ځواکونه په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته پاتې کېږي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې ژر تر ژره دغه سند لاسليک نه شي، نو موږ نه شو کولى تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره خپلو پلانونو ته وروستۍ بـڼه ورکړو.))
د کارني په وينا، ناټو او امريکا تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره پر پلانونو او تخمينونو کار پيل کړى او دغه څه بايد پر وخت ترسره شي.
د سپينې ماڼۍ وياند وويل، چې دوى نه شي کولى د دغه سند لپاره د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې انتظار اوباسي.
هغه زياته کړې: ((دا موضوع د افغانستان په راتلونکي حکومت پورې اړه نه لري ځکه چې موږ له اوسني حکومت سره له تېر څه باندې يوه کال راهيسې خبرې او مذاکرې کړې دي، لويې مشورتي جرګې تاييد کړى او بايد ژر تر ژره لاسليک شي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن