واشنګټن ( پژواک، ١٧ سلواغه ٩٢ ) : د امريکا متحدو ايالتونو د حقاني شبکې درې تنه لوړ پوړي چارواکي په تور لېست کې شامل کړي دي.
امريکايي چارواکي وايي،چې په دې درېيو کسانو کې يې دوه د پاکستان او يوتن يې د افغانستان وګړى دى.
د يادونې ده ، چې د حقاني شبکه اوسمهال د دواړو هېوادونو په ګډه پوله په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې فعاله ده.
امريکايي چارواکو هر يو سيد الله جان، يحيى حقاني او محمد عمر ځدراڼ د نړيوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړي دي.
تر دې مخکې هم امريکا د حقاني شبکې يو شمېر غړي په تورلېست کې شامل کړي دي.
د امريکا د ماليې وزارت ويلي، چې دغو کسان دامريکا ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان اړولى او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې يې د امريکا ګټو ته ستر ګواښ رامنځته کړى و.
د امريکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، سميع الله جان، چې د پاکستان اوسېدونکى دى، په افغانستان کې د حقاني شبکې قوماندان،د لوژيستيکي چارو همغږى کوونکى او له القاعده سره دحقاني شبکې اړيکې جوړونکى دى .
سرچينې زياته کړې، يحيى حقاني هم، چې د دې شبکې د مشر سراج الدين حقاني اوښى دى، د پاکستان تبعه دى.
سرچينې زياته کړې ، چې يحيى حقاني هم له القاعدې شبکې سره د حقاني ډلې د اړيکې جوړونکي په توګه کار کوي.
دا هم ويل شوي، چې نوموړى يو وخت په افغانستان کې د القاعده شبکې قوماندان او له طالبانو سره د دې شبکې اړيکې جوړونکى و.
خو محمد عمر ځدراڼ، چې د افغانستان تبعه دى، په افغانستان کې د حقاني شبکې د قوماندان په توګه فعاليت کوي او له طالبانو سره نږدې همکار دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن