ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست عالمان : ښځې کولای شي په ټاکنو کې ګډون وکړي

20 Feb 2014 - 16:52
20 Feb 2014 - 16:52

خوست ښار ( پژواک،د کب لومړۍ نېټه ٩٢ : ديني عالمان وايي، چې ښځې کولای شي، په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپله رايه وکاروي.

دغه څرګندونې د خوست يو شمېر ديني عالمانو د کب په لومړۍ نېټه، په هغه يو ورځني کنفرانس کې وکړې، چې د اسلام مقدس دين له نظره په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه جوړ شوی و.

دغه کنفرانس چې په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا جوړ شوی و، ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو، په لسګونو ښځو ، د ښځو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی و.

د دې ولايت يو تن ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي د کنفرانس ګډونوالو ته وويل، چې د اسلام دين ښځو ته په ټاکنو کې د ونډې اخيستو او د رايې ورکولو پوره حق ورکړی دی.

نوموړی وايي، ټولټاکنې د يوه مشروع حکومت د رامنځته کولو بنسټيز اصل دی، نو پر همدې بنسټ ښځې او نر ټول حق لري، چې په ټاکنو کې يو شان برخه واخلي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

  قاسمي له خلکو غوښتنه وکړه، چې د خپلو ښځو لپاره د رايې کارتونه واخلي او په پراخ ډول په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد محمدي پژواک اژانس ته وويل، چې اسلام په ټاکنو کې د ښځو له ګډون سره هيڅ ډول مخالفت نلري.

مولوي شاه محمد وويل، لکه څه ډول، چې نارينه د دې حق لري، چې خپل ولسمشر وټاکي، همدا ډول ښځې هم د ټولنې د يوې برخې په توګه د رايې ورکولو حق لري.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ ياد شوي کنفرانس ته وويل، چې په مرکز او ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې د مرکزونو امنيت خوندي دی، چې د سړيو تر څنګ ښځې هم په ډاډه زړه کولای شي، دغو مرکزونو ته لاړې شي او خپله رايه وکاروي.

په خوست کې د رايې اچونې ۱۸۶ مرکزونه حساب شوي، خو د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې يواځې د ګوتو په شمېر مرکزونه له لوړ امنيتي تهديد سره مخ دي.

هغه وويل، چې ټول امنيتي ارګانونه د يوه پلان له مخې هڅې کوي، چې د دغو مرکزونو امنيت هم په پوره ډول خوندي کړي او د رايې اچونې پر مخ پرانيستل شي.

د ښځو ټولنې يوه فعاله مريم وايي، چې په خوست ولايت کې ډېرې کمې ښځې د ټاکنو په اړه معلومات لري او په هغه ډول چې لازمه ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ښخو لپاره عامه پوهاوی نه دی کړی.

مريم د ټاکنو له دفتره وغوښتل، چې د ملاامامانو او قومي مشرانو له لارې خلک دې ته وهڅوي، چې ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي.

هغې همدا شان له ټولو کورنيو هم غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په ورځ دې ښځو ته اجازه ورکړي، چې د رايې اچونې مرکزونو ته لاړې شي او خپله رايه د خپلې خوښې وړ کانديد ته ورکړي.

ټاکل شوې، چې په راتلونکي ۱۳۹۳ لمريز کال کې د وري په ١٦ مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version