ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي: ناوړه دودونه ښځو ته د حقونو په ترلاسه کولو کې خنډ دي

نعيمي: ناوړه دودونه ښځو ته د حقونو په ترلاسه کولو کې خنډ دي

author avatar
9 Mar 2014 - 15:33
نعيمي: ناوړه دودونه ښځو ته د حقونو په ترلاسه کولو کې خنډ دي
author avatar
9 Mar 2014 - 15:33

خوست (پژواک ١٨ کب ٩٢): د خوست والي وايي، چې لا هم په خوست کې په بدو کې د نجونو ورکول دود دى او دغه څه د ښځو د حقونو د ورکړې پر وړاندې جدي ستونزه ګڼل کېږي.

عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې نن (د کب ١٨مه) په خوست کې د ښځو د نړيوالې ورځې يا د مارچ مياشتې د اتمې نېټې د نمانځلو پر مهال د ښځو يوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د خوست يو شمېر دولتي چارواکو، د ښځو چارو فعالينو او لسګونو ښځو ګډون کړی و.

والي وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ښځو د حقونو په برخه کې پراخ تبليغات شوي او خلکو ته زيات عامه پوهاوی ورکړل شوی، خو بيا هم ښځې له خپلو پوره حقونوبرخمنې نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې په شخصي بدو کې د نجونو ورکړه، د ښځو پر وړاندې ښکاره تاوتريخوالی بلل کېږي او دا هغه څه دي، چې دوی يې زيات اندېښمن کړي دي.

نوموړي په دې برخه کې د ديني عالمانو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ديني عالمان او د جوماتونو ملا امامان کولای شي، په ياده برخه کې خلکو ته معلومات ورکړي او د ښځو د حقونو په اړه يې وپوهوي.

نعيمي د خوست له ښځو وغوښتل، چې که خپل حقونه لاسته راوړل غواړي، نو د رايې اچونې کارتونه دې واخلي او په ټاکنو کې دې پراخ ګډون وکړي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي يادې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل، چې ښځې له هغو حقونو محرومې دي، چې د اسلام مبارک دين ورکړي دي.

هغه زياته کړه، چې اسلام ښځو ته زيات حقونه ورکړي، خو ځينو خلکو د ناپوهۍ له امله له ښځو حقونو اخيستې او دا د د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د رامنځه کېدو لامل کېږي.

نوموړي د يوه ديني عالم په توګه له خلکو غوښتنه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د حقونو په برخه کې يې له عدل څخه کار واخلي.

مولوي شاه محمد وويل، چې د دغه ولايت زياتره ديني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو ته يې سپارښتنه کړې، چې په کليو او بانډو کې په ياده برخه کې پراخ تبليغات وکړي.

نوموړي همدارنګه ښځې هم وهڅولې، چې د امکان تر بريده د ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي او د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځو په اړه يادې جوړې شوې غونډې ته په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شريف بيا په دې ولايت کې د ښځو لپاره د رامنځته شويو پرمختګونو يادونه وکړه.

هغې وويل، چې اوس په دغه ولايت کې تر سل زره زياتې نجونې ښوونځيو او يو شمېر يې پوهنتون ته ځي، ځيني يې په دولتي او غير دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي او زيات شمېر نورې بيا د ښځو لپاره د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې بوختې دي.

ساهرې شريف دغه راز وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د نارينه وو تر څنګ ښځو هم د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي وو او هم يې په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د ښځو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې يو شمېر ښځو د افغانستان له راتلونکي ولسمشر څخه وغوښتل، چې د ښځو په برخه کې د رامنځته شوو پرمختګونو ساتنه وکړي.

د يادې غونډې په ترڅ کې د خوست ولايت يوه ښځه او د ښځو د چارو فعاله نسرين احساني د دغه ولايت د کال غوره مېرمن ونومول شوه.

د خوست د ښځو چارو رييسې خاور اميري پژواک اژانس ته وويل، چې مېرمن نسرين احساني په بېلابېلو دولتي او غير دولتي ادارو کې پر يو شمېر پوستونو کار کړی او د ښځو د حقونو د مدافع په توګه يې د ښځو د حقونو غوښتنه کړې ده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.