پل علم (پژواک ٣ کب ٩٢): ناپېژانده وسله والو په لوګر ولايت کې د يوې مدرسې ښوونکى چې د جومات ملا امام هم و، وژلى دى.
د پوهنې وزارت له خوا د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره شپه د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې ناپېژانده وسله والو د امام اعظم (رح) په نوم د يوې ديني مدرسې ښوونکى وژلى او بيا تښتېدلي دي.
د پوهنې وزارت ياده وژنه غندلې ده.
د لوګر د پوهنې رييس انجنير اکبر ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى ښوونکى قاري عادل نومېده او له ډېرو کلونو راهيسې يې په ياده مدرسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله او د کتب خېلو په کلي کې د جومات ملا امام هم و.
هغه زياته کړه، چې نن سهار وختي کله چې نوموړي په جومات کې د سهار اذان کړى، وسله والو له جومات څخه ايستلى او بيا يې وژلى دى.
د محمداغې ولسوال عبدالحميد وايي، چې پوليس سيمې ته ورغلي او پلټنې روانې دي، خو تر اوسه يې په تړاو څوکه نه دي نيول شوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن