کابل (پژواک ٢٠ کب ٩٢): د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم جنازه نن له غرمې وروسته د لسګونه زرو کسانو په ګډون د کابل ښار د کيپک پر تپه خاورو ته وسپارل شو.
مارشال فهيم دوه ورځې وړاندې د زړه د ناروغۍ له امله په کابل ښار کې په خپل کور کې ومړ.
د ولسمشر د لومړي مرستيال جنازه نن سهار د ملي دفاع له وزارت څخه په پوځي تشريفات ارګ ته ولېږدول شوه او د جنازې لمونځ يې سهار نږدې لس بجې او ٤٥ دقيقې د استاد عبدرب الرسول سياف په امامت د ولسمشر کرزي، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې ادا شو.
د مارشال فهيم د جنازې لمونځ د بادام باغ په ساحه کې هم د لسګونو زره کسانو په ګډون ادا شو او خاورو ته د سپارلو مراسم يې له غرمې وروسته يوه بجه د کابل ښار په ده کيپک غونډۍ کې ترسره شول.
د خښولو په مراسمو کې د ملي اردو له خوا د توپ ٢١ ډزې هم وشوې.
له مراسمو وروسته د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال د ژوند ليک لوستلو پر مهال وويل، چې مارشال فهيم د لومړي ځل لپاره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد د کونړ ولايت له شيکل ولسوالۍ څخه پيل کړ.
هغه زيات کړه، چې د ولسمشرۍ لومړى مرستيال يې نږدې دوست او د احمدشاه مسعود د سنګر ملګرى و، چې د مقاومت ځواکونو د احمدشاه مسعود له وژل کېدو وروسته د خپل مشر په توګه وټاکه.
محمدي مارشال فهيم د يوه با تدبيره قوماندان په توګه ياد کړ، چې تل يې د سولې او ملي وحدت د راوستلو لپاره هڅه کوله.
د ولسي جرګې غړي محمديونس قانوني وويل، د جنازې، تکفين او تدفين په مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون څرګندوي، چې مارشال فهيم په يوه قوم پورې اړوند نه و او د خلکو په منځ کې له نفوذ او ځانګړي محبوبيت څخه برخمن و.
قانوني د مارشال مړينه يوه ستره ضايعه وبلله او زياته يې کړه، چې د افغانستان خلکو يو ښه ملاتړى له لاسه ورکړ.
هغه زياته کړه، چې د ولسمشر لومړى مرستيال په هر ډول بهراني شرايطو کې هڅه کوله چې ملي يووالى وساتي او د بن له نړيوالې ناستې وروسته د خلکو په غوښتنه يې د نظام په جوړښت کې نه ستړې کېدونکي هڅې وکړې.
د ولسي جرګې ياد غړي وويل: ((مارشال فهيم د جهاد او مقاومت همسنګرى و او د هغه يواځېنۍ هېله په هېواد کې دايمي سوله وه.))
قانوني د هغه د مړينې تسليت دولت او خلکو ته ووايه او له خلکو، امنيتي ځواکونو او مطبوعاتو يې مننه وکړه، چې د تکفين او تدفين په مراسمو کې يې برخه واخيسته او خپله خواخوږي يې ورسره شريکه کړه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن