اسعداباد (پژواک ٢٠ کب ٩٢): وسله والو طالبانو په کونړ ولايت کې دوه ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې دا پېښه نن (د کب ٢٠مه) غرمه مهال په سرکاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د يادې ولسوالۍ د بر اباد سيمې يوه اوسېدونکي فريد د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه ځايي اوسېدونکي لومړى وسله والو وتښتول او بيا پر ډزو وژلي دي.
نوموړى وايي، په سيمه کې يې داسې اوازه ده، چې وسله والو دغه کسان د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
بلخوا د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته تاييد کړه، چې نن د سرکاڼو په ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
سيدخېل وويل، ياد کسان له کلي لرې د غره يوې څنډې ته بيول شوي او پر ډزو يې وژلي چې وروسته يې مړي د پوليسو په مرسته پيدا شول.
هغه وايي، د دغو کسانو جسدونه ولسوالۍ ته انتقال شوي او د هغوى کورنيو ته به يې وسپاري.
نوموړي د دغو کسانو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.
بلخوا وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن