جلال اباد (پژواک ٢١ کب٩٢): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ د نښتې له امله ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ وسله والو مخالفينو د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه ، چې تر بريدونو وروسته د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې د جګړې په پايله کې شپږ وسله وال مخالفين ووژل شول او يوولس نور يې ټپيان دي.
ده زياته کړه: (( وسله وال په شا تمبېدلي، جسدونه او ټپيان يې هم له ځانه سره وړي دي.))
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې په نښته کې ملکي وګړو او پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د چپرهار ولسوال قاضي نذير ياده پېښه تاييدوي او وايي ، چې په نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، پوليسو په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور پنځه تنه هم نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مشرقيوال وايي ، چې يو کس د دوو تنو د ټپي کېدو په تور،دوه تنه د غلا په تور او يو تن په يوې قضيه کې د وهلو او ټکولو په تور نيول شوي ، چې اوس تر څېړنو لاندې دي.
مشرقيوال زياتوي ، چې همداراز يې په بېلابېلو ولسواليو کې چاودېدونکي توکي هم کشف او شنډ کړي دي.
همداراز د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په چارباغ سيمه کې د يوه جومات د چت د رالوېدو له امله درې تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزى پېښه تاييدوي او وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتيا د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون ظهير بيا وايي ، چې د پېښې له ځايه ورته څلور تنه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې په بشپړ ډول ښه دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن