لښکرګاه(پژواک،۲۳کب۹۲):د هلمند چارواکي وايي، په دوه بېلا بيلو پېښو کې شپږ وسله وال طالبان د ماينونو د خښولو پرمهال وژل شوي دي.
د هلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدلاحد چوپان د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ پرلويه لاره د کورو بند په سيمه کې پر وسله والو طالبان د خپل ماين چاودنه وشوه.
چوپان زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې ٤ طالبان وژل شوي او يوه يې ټپي شوى دی.
دغه راز د نوزاد ولسوال سيدمراد سادات پژواک ته وويل، چې په ياده چاودنه کې ٣ تنه وسله وال وژل شوي، چې جسدونه يې د پوليسو لخوا ولسوالۍ ته وړل شوي.
ولسوال وايې، چې په همدي شپه په خانشين کې ٢ تنه و سله وال د پوليسو لخوا هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې پر لويه لاره ماين ځای پرځای کړي.
دده په خبره، په وژل شويو کسانو کې يو تن يې ملا عصمت نومېږي، چې په ماين جوړولو کې ماهر وو.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن