ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو پروسه کې د ديني عالمانو رول اغېزمن دى

24 Mar 2014 - 17:49
24 Mar 2014 - 17:49

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): ديني عالمانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو په عامه پوهاوي او هڅونه کې خپل رول د پام وړ بللى او وايي، چې د دوى رول ټاکنې بريالۍ کولى شي.

په هغه سيمينار کې، چې نن په کابل کې “د ټاکنو په لړۍ کې د علماو او مخورو رول او رسالت” تر نامه لاندې ترسره شو، ديني عالمانو له خلکو په کې وغوښتل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې خپل مسووليت ادا کړي.

مولوي پيرمحمد روحاني وويل، چې ديني علما خلکو ته په ټاکنو کې د هغوى د مسووليت د ترسره کولو په موخه اغېزناکې لارښوونې ورکولى شي، تر څو په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي او داسې يو څوک د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکي، چې افغانستان له اوسنيو ستونزو وباسي.

د دغه سيمينار يوه بل ګډونوال عبدالمنير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټاکنو کې د رايې کارونه يو امانت دى او خلک بايد هغه چا ته رايه ورکړي، چې د مشرۍ وړتيا ولري.

هغه زياته کړه، خلک بايد هغه کانديد ته رايه ورکړي، چې وړتيا يې ولري او علما بايد د منبرونو او ښوونيزو مرکزونو له لارې، د ټاکنو د امانت او اهميت موضوع خلکو ته واوروي.

يوه بل ګډونوال مولوي عبدالبصير صديقي وويل، چې علما په ټولنه او د عامه ذهنيت په روښانولو کې فعاله ونډه لري، ځکه چې خلک د علماو خبرو ته ډېر غوږ ږدي، نو علما خلکو ته د رايې د ورکړې په اړه چې يو الهي امانت دى، اغېزناکې لارښوونې کولى شي.

هغه له خلکو وغوښتل، دغه امانت دې هغه چا ته وسپاري، چې د مشرۍ وړتيا ولري.

دغه ديني عالم وويل: “يوازې علما د ټاکنو پروسه برياليتوب ته رسولى شي.”

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل، چې په دغه سيمينار کې يې خبرې کولې وويل، علماو او مخورو خپل رسالت، چې دوى ته د ټاکنو په اړه سپارل شوى؛ په ښه توګه ترسره کړى دى.

هغه زياته کړه، چې افغانستان يوه اسلامي، سنتي او مذهبي ټولنه ده او علما په کې مهم رول لوبوي او کوم پيغام، چې د دينې عالمانو له لارې خلکو ته رسېدى شي، د دولتي چارواکو په ګډون بل څوک يې ورته نه شي رسولى.

امرخېل زياته کړه: “په افغانستان کې عالمان له ډېر قدر او احترام څخه برخمن دي او له دوى څخه مو غوښتنه دا ده، چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره مرسته وکړي، تر څو ټاکنې د برياليتوب پر لوري بوځو.”

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا کمېسيون مشر وويل، علما او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دوى به په ټاکنو کې خپله خپلواکي وساتي او د هر افغان رايه به وساتې او د کوم کانديد په ګټه او زيان به کار ونه کړي.

هغه ټينګار وکړ، کمېسيون ډاډ لري چې راتلونکې ټاکنې به بريالۍ توګه ترسره شي او سراسري ټاکنو له لارې به يو مشروع نظام رامنځته شي او افغانان به روښانه راتلونکى ولري.

امرخېل وويل: “له دينې عالمانو مو دا غوښتنه ده، چې د ټاکنو پروسې تر شا ودريږي، ځکه له ټاکنو پرته بله کومه لاره شتون نه لري.”

هغه له ديني عالمانو او د جوماتونو له امامانو وغوښتل، چې د خپلو منبرونو له لارې خلک په ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ډېرې ونډې اخيستو په موخه وهڅوي او ښځو ته هم اجازه ورکړي، چې د خپل برخليک ټاکلو لپاره په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر زياته کړه، چې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې يې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې، د عامه پوهاوي پراخه پروګرامونه پيل کړي او کميسيون په دې اړه ١٥٠٠ مبلغين، چې ٣٥ سلنه يې ښځې تشکيلوي، په دندو ګومارلي تر څو کليو او بانډو ته ولاړ شي او خلکو ته د ټاکنو د اهميت په اړه پوهاوى ورکړي.

نوموړي وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو معلوماتي مرکز هم جوړ کړى، چې خلک د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د ١٩٠ وړيا شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې، د ټاکنو په اړه معلومات تر لاسه کولى شي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version