ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له علماوو او ښځو د درغليو په مخنيوي کې د همکارۍ غوښتنه وشوه

7 Jun 2014 - 20:10
7 Jun 2014 - 20:10

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو په دويم پړاو کې د روڼتيا او د خلکو پراخه ګډون په برخه کې د عالمانو، ښځو او ځوانانو پر رول ټينګار کوي او وايي، د ټولنې دا قشرونه کولى شي په دې ملي پروسه کې د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو کې همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وويل، چې د وري ١٦مې نېټې ټاکنو کې د عالمانو، ځوانانو او قومي مشرانو رول پياوړى و، له همدې امله خلکو په ټاکنو کې په پراخه بڼه ګډون وکړ.

نوموړى، چې نن يې “په ټاکنو کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو ښځو د رول ملي سيمينار” ته خبرې کولې، وويل: ((موږ د ټولنې له ټولو قشرونو څخه غوښتنه لرو، چې د ټاکنو په دوم پړاو کې د ګډون لپاره د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو او پراخه ګډون لپاره فعاله رول ولوبوي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياءالحق امرخېل هم وويل: ((موږ دا ځل علماوو، سپين ږيرو، ښځو او ځوانانو ته خطاب کوو، چې په ټاکنو کې د تقلب د مخنيوي لپاره له موږ سره همکاري وکړي، چې د تقلب ريښې وباسو، څو نور هېڅوک هم په تقلب باور ونه لري، نه تقلب وکړي او نه تقلب ته لمن ووهي.))

هغه زياته کړه، چې د عالمانو همکارۍ ته اړتيا لري او هغه غږ چې عالمان يې له منبر څه اوچتوي، د چارواکو له غږ سره توپير لري ، ملت عالمانو ته درناوى لري، نو ځکه يې په ټاکنو کې رول خورا مهم دى.

دغه سيمينار، چې د ښځو په ګډون په کې سلګونوکسانو برخه اخيستې وه، په ټاکنو کې د ښځو ګډون د اهميت وړ وبلل شو ددغه قشر په مخکې پرتو ستونزو ته هم اشاره وشوه.

د ښځو چارو وزارت مرستيالي مژګان مصطفوي وويل، امنيتي ننګونې، سنتي دودونه او رواجونه  په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښځو پر وړاندې له شته ستونزو څخه دي او همدې ته په پام سره په ځينو ځايونو کې نارينه ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په سياسي، ټولنيزو او… چارو کې ونډه واخلي.

 هغې زياته کړه ، عالمان کولى شي کورنيو ته له دغه ستونزو څخه د پوهاوي په ورکولو کې رغنده رول ولري.

مصطفوي وويل، د لومړي پړاو ټاکنو کې د برخه اخيستونکو ٣٦ سلنه ښځې وې او د دې ستونزو د ختمولو په صورت کې به دا شمېره لوړه شي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستيال محمد شفيق صميم وويل، دا د عالمانو دنده ده، چې خلک د جوماتونو او منبرونو له لارې د ټاکنو له پروسې څخه خبر کړي، ځکه چې دا يوه ملي او اسلامي پروسه ده او رايه يوه امانت ده.

هغه زياته کړه :((د جوماتونو له ټولو ملا امامانو او علماوو څخه مو غوښتنه داده، څو خلکو ته پوهاوى ورکړي، چې خپلې رايې اهل ته وسپاري او علما بايد په دې پروسه کې فعاله ونډه ولري.))

د اطلاعاتو او کولتور وزير سيدمخدوم رهين له عالمانو، ځوانانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه، څو داسې پوهاوى ورکړي، چې خلک د ټاکنو په معنا وپوهېږي او پوه شي، چې ټاکنې د بهرنيانو ډالۍ نه، بلکې د هېواد په ملي او اسلامي فرهنګ کې ځاى لري.

نوموړي د منبرونو او غونډو له لارې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د عالمانو او قومي مشرانو له خوا د خلکو هڅونه اغېزمنه وبلله او  زياته يې کړه: ((زموږ ملت هغه ملت دى، چې د خپلو مشرانو فوق العاده درناوى لري، د خپلو سپين ږيرو خبرې مني او غوره به وي، چې دا رول په ټاکنو کې ترسره کړي.))

د سرحداتو او قبايلو وزير محمد اکرم خپلواک وويل، چې خلکو د ټاکنو په لومړي پړاو کې ثابته کړه، چې هېڅ شى يې په ټاکنو کې له ګډون څخه نه شي ايسارولى، په ډاډه زړه به د ټاکنو په دويم پړاو کې هم په پياوړې اداره او عزم ګډون وکړي.

هغه زياته کړه، چې پخوا داسې ښودل کېده، چې ګني د خلکو رايه به تصميم نيوونکې نه وي، خو د وري ١٦ مې ثابته کړه، چې د خلکو رايه او اراده تصميم نيوونکې ده.

خپلواک زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ډېورنډ په کرښه او سرحدي سيمو کې ستونزې رامنځ ته شوي، چې يواځينۍ موخه يې د ټاکنو د ملي پروسې ويجاړول او په يوه ډول د خلکو مخنيوى وى، څو د ټاکنو په دوم پړاو کې د خلکو ګډون پيکه شي.

د سرحداتو او قبايلو وزير وويل، په ځينو ځايونو کې داسې کړۍ شته، چې په لوى لاس هڅه کوي، څو شرايط داسې مساعد کړي، چې خلک د رايې ورکونې له حق څخه بې برخې شي، خو دا ځل به د لومړي پړاو په پرتله د خلکو ګډون پراخه وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version