کابل ( پژواک، ١١ ورى ٩٣ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې امنيتي ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې څلور ځانمرګي بريدګر نيولي دي.
د ياد وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه بريد ګر په پکتيا او کندهار ولايتونو کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د ځانمرګو بريدګرو يوې درې کسيزې ډلې غوښتل چې په پکتيا ولايت کې ډله ييز بريد ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ،چې دغه کسان پرون د اوپراتيفي راپورونو په اساس د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړونده د سيدخېل سيمې کې نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې له دوى څخه له چاودېدونکو توکو ډک درې واسکټونه، اته حلقې لاسي بمونه او يوه عراده سراچه موټر ترلاسه شوي دي.
دغه راز د ياد وزرات په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو په کندهار ولايت کې هم يو ځانمرګى بريد نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي بريدګر اعتراف کړى، چې د ډيورنډ پولې پورې غاړه کې يې پوځي روزنه ترلاسه کړې او د ځانمرګي بريد په موخه کندهار ولايت ته را لېږل شوى و.
سرچينه کاږي، پوليسو دکندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل هم نيولى دى.
د کورنيو چارو وزارت د يادو ځانمرګو بريدګرو د نيولو خبر په داسې حال کې ورکړى، چې په دې وروستيو کې په کابل او ځينو ولايتونو کې د بريدونو لړۍ تنده شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن