ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ټاکنو ته پوره امنيتي تدابير نيول شوي

هلمند کې ټاکنو ته پوره امنيتي تدابير نيول شوي

author avatar
1 Apr 2014 - 14:47
هلمند کې ټاکنو ته پوره امنيتي تدابير نيول شوي
author avatar
1 Apr 2014 - 14:47

لښكرګاه (پژواک ۱۲ ورى ۹۳): د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د ټاكنو پروسې لپاره يې په دغه ولايت كې د ټولو امنيتي ادارو په همغږۍ پوره امنيتي تدابير نيولي دي.

دغه څرګندونې د ياد ولايت د امنيتي او ملکي ادارو مسوولينو د وري په ١٢مه د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل، د ټاکنو د امنيت لپاره پوليسو ته ځانګړې لارښوونې شوې، چې څه ډول د ټاکنيزو حوزو ساتنه وکړي.

باقي زوى وايي، په دغه ولايت كې د نشه يي توکو او د ټاکنو پروسې په اړه پوليسو ته ځانګړې زده کړې ورکړل شوې، چې په عملي کولو به يې وتوانېږي له پېښو او ستونزو مخنيو‌ى وکړي.

د ده په خبره، هېچا ته به اجازه ورنه كړي، چې د پوليسو په ليكو كې سمتي، قومي، ژبني او نورو تعصبونو ته لمن ووهي.

د هلمند د ملي امنيت رييس بريد جنرال محمدنعيم مومن وويل، امنيتي ادارو د وسله والو ډېر هغه پلانونه شنډ کړي، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره يې طرحه کړي وو.

په ورته مهال د عامه نظم د اومې لوا قوماندان جنرال غلام سخي غفوري وويل: ((ولس ته ډاډ ورکوو، چې له وېرې او اندېښنو پرته د ټاکنو په ورځ د رايې اچونې مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.))

 په همدې غونډه کې د ملي اردو د همغږۍ مسوول ډګروال عطا الله وويل، ټول پرسونل يې چمتو دى، چې له پوليسو سره يو ځاى د ټاکنو پروسې امنيت وساتي.

نوموړي د هلمند له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

په ياده غونډه كې ددې ولايت دټاكنو د خپلواک كمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي وويل، ډاډ دى، چې په هلمند ولايت کې به ټاکنې د امنيت په فضا کې ترسره شي.

د ده په خبره: ((پوليس او ټول امنيتي ځواکونه مسلکي شوي او له مخکې يې وسله والو ډېر هغه پلاونونه شنډ کړي، چې غوښتل يې د ټاکنو بهير له ستونزو سره مخ کړي.))

د يادولو ده، په هلمند ولايت کې د رايې ورکونې له ۲۱۹ مرکزونه ۱۴۷يې فعال ښودل شوي دي.

د دغه ولايت چارواکي د ټاکنو د امنيت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه ورځې مخکې د هلمند مدني ټولنو د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دغو مدني ټولنو استازو او ځايي خلکو ويلي وو، چې د هلمند په ٥ شمالي ولسواليو کې به ټاکنې له سختو ګواښونو سره مخ وي.

ټاکل شوې ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.