ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نوى کابلبانک هره مياشت سلګونه زره ډالره تاوان کوي”

“نوى کابلبانک هره مياشت سلګونه زره ډالره تاوان کوي”

author avatar
14 Apr 2014 - 16:51
“نوى کابلبانک هره مياشت سلګونه زره ډالره تاوان کوي”
author avatar
14 Apr 2014 - 16:51

کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مشر وايي، چې “نوى کابل بانک” له تېرو درېيو کلونو راهيسې هره مياشت سلګونه زره امريکايي ډالره تاوان کوي او تاوان يې افغانستان بانک ورکوي.

د کابل بانک په نوم خصوصي بانک په ٢٠٠٩ ميلادي کال د ٨٣٥ ميليونه امريکايي ډالرو ناقانونه پورونو ورکولو او ځينو نورو مالي ستونزو له امله له بحران سره مخ شو، وروسته بيا د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تر اوسه تر پلټنې لاندې ده.

د مرکزي بانک مشر تېر کال د غبرګولي په مياشت کې ويلي وو چې د کابل بانک د تصفيې مديريت د کابل بانک له پوروړو ١٧٣ ميليونه ډالره نغد ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې وه، چې نن د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري دې جرګې ته ورشي او د دغه بانک او ځينو نورو مالي ستونزو په اړه معلومات ورکړي.

خو د يادې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، چې افغانستان بانک جرګې ته خبر ورکړى چې دلاوري بهر ته سفر کړى دى.

ابراهيمي زياته کړه: ((موږ خپل د نن ورځې اجنډا روانې چهارشنبې ورځې ته وځنډوله او دلاوري صاحب، چې په هر ځاى کې وي د چهارشنبې په ورځ بايد موږ ته ځان را ورسوي ترڅو موږ خپله غونډه ورسره پر مخ بوځو.))

په ياده جرګه کې د ماليې او بوديجې کمېسيون مشر اميرخان يار وويل، چې تر دې وړاندې يې څو ځلې د افغانستان بانک له مشره غوښتي، چې د کمېسيون په غونډو کې ګډون وکړي خو نه دى حاضر شوى.

هغه وايي، چې په د افغانستان بانک کې د نورو ستونزو ترڅنګ لويه ستونزه د کابل بانک ستونزه ده.

ده د افغانستان بانک د نورو ستونزو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د کابل بانک د تصفيې مديريت درى کاله مخکې رامنځته شوى خو تر اوسه يې د تصفيې په برخه کې مهم ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه دعوه کوي چې دې کمېټې په دوبۍ کې يو کور چې اصلي کرايه يې پنځوس زره امريکايي ډالره ده په سل زره امريکايي ډالره کرايه نيولى او د کابل بانک کورونه يې په دوبۍ کې په نيمايي بيه پلورلي دي.

يار وايي، چې د ولسي جرګې د مالي او بوديجي کمېسيون څو ځلې له افغانستان بانک څخه غوښتنه کړې، چې کابل بانک بايد د ګټې خوا ته ولاړ شي او که نه نو بايد بېرته خصوصي شي.

د ده په وينا، خو دا په داسې حال کې ده چې ياد بانک هره مياشت سلګونه زره امريکايي ډالر تاوان کوي او تاوان يې د افغانستان بانک ورکوي.

هغه دا هم وويل، چې د ټولو قوانينو خلاف د کابل بانک د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي.

ده زياته کړه: “د افغانستان بانک د مامورينو يوه عريضه موږ ته راغلې، په دې عريضه کې په کابل بانک کې داسې سکرتر شته،چې دوه زره ډالره يې تنخوا ده او ځينې مشاورين دي په کې،چې درې زره ډالره معاش اخلي.”

يار وايي، چې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري روغتيايي ستونزې لري او نه شي کولاى چې په سمه توګه د بانک چارې پر مخ بوځي.

د هغه په خبره: “د بانک رييس ډېر تکليفونه لري، کمزورى دى دا مشکلات نه شي حل کولى، قسم دى که مشکل ورسره لرم، ما ته ډېر احترام لري خو دا سړى نه شي کولاى چې د افغانستان بانک او نورې مالي چارې پر مخ بوځي.”

د کابل بانک د تصفيې له مديريت سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د افغانستان بانک له دوو چارواکو سره مو اړيکه ونيوه او ويل يې چې د يار د څرګندونو په اړه دوى څه نه شي ويلي ځکه چې په دې اړه بايد د افغانستان بانک مشر څرګندونې وکړي.

دغه راز د نوي کابل بانک له مشر مسعود غازي سره مو هم اړيکه ونيوه تر څو په دې اړه ورسره خبرې وکړو، خو هغه وويل، چې په يوه مهمه غونډه کې دى او نه شي کولاى په دې اړه دا مهال خبرې وکړي.

د کابل بانک د قضيې د څېړلو لپاره ټاکل شوې ځانګړې محکمې د وړم کال په کب مياشت کې د دغه بانک د بحران تورن عاملين له يوه تر پنځو کلونو پر بند محکوم کړل.

محکمې د شلو نورو کسانو ترڅنګ د کابل بانک پخوانى رييس شېرخان فرنود او د هغه مرستيال خليل الله فروزي پر پنځو پنځو کلونو بند محکوم کړي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.