ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د عامې روغتيا وزيره استجواب کړه

19 Apr 2014 - 16:20
19 Apr 2014 - 16:20

کابل ( پژواک٣٠ورى٩٣): ولسي جرګې د عامې روغتيا وزيره استجواب کړه، تر څو د باکيفيته روغتيايي چوپړ د نه شتون او په ډېرو درملتونونو کې د غيرمسلکي کسانو د کار په اړه جرګې ته ځواب ووايي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل نن د ولسي جرګې غونډې ته حاضره شوه ،خو د جرګې غونډه د يوې لفظي شخړې له امله بې پايلې پاى ته ورسېده. 

په هېواد کې د ټيټ کيفيت درملو شتون ، په ډېرو درملتونونو کې د  مسلکي کسانو نشتون، په دولتي روغتونونو کې د اړينو طبي وسايلو کموالى او اداري فساد، د خصوصي روغتونونو غيرمعياري چوپړ او په خصوصي روغتونونو کې د پيسو د لاسته راوړلو لپاره له اړتيا پرته د جراحي عملياتو شتون، په ځينو ولايتونو او ولسواليو کې د نارينه او ښځينه ډاکټرانو نشتوالى ، د عامې روغتيا په وزارت کې د قوم په اساس پر دندو د کسانو ګومارل او د ډاکټرانو او نرسانود تنخوا کموالى هغه پوښتې وې ، چې په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې غړيو د عامې روغتيا له وزيرې څخه مطرح کړې .

خو ثريا دليل  وويل: (( ما د قوم په اساس څوک پر دنده نه دي ګومارلي ،زه پاک لاس لرم، پاکه اراده لرم او زه په يو ټيم پورې اړه لرم،چې هغه افغانستان دى .))

دغه راز هغې وويل،چې په دولتي روغتونونو کې د کيفيت د لوړوالي او تدارکاتي ريفورم په موخه هر روغتون ته واک ورکړل شوى، چې په دې برخه کې پنځه سوه زرو افغانى ولګوي.

هغې زياته کړه : (( موږ په هرو درېيو مياشتو کې دولتي روغتونونو ته د کيفيت د لوړوالي، درمل او طبي وسايلو د پېرلو په موخه له  ٨ تر ١٥ ميليونو افغانيو پورې ورکوو.))

د دليل د معلوماتو له مخې، تېرکال د کابل په ټولو دولتي روغتونونو کې بيا رغونه شوې او په ځينو ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه رغول شوي دي .

د وزيرې په وينا، له خصوصي روغتونونو سره يو هوکړه ليک لاسليک شوى، چې له مخې يې د وزارت اړوند  څانګه د څارنې په موخه د خصوصي روغتونونو کړنې ارزوي.

ثريا دليل وايي ، چې د دې ارزونې له لارې  تېر کال کې څلور خصوصي روغتونونه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .

خو هغې د دې روغتونونو نومونه ياد نه کړل .

دليل وايي،چې په ټول هېواد کې ١٢٥٠٠ درملتونونه شتون لري ، خو د فارمسستانو شمېير  تر دې  ډير کم دى، چې د همدې او ځينو نورو ستونزو له امله په تېر کال کې شاوخوا ١٦٠٠  درملتونونه  تړل شوي او ٢٣٣نور  نقدي جريمه شوي دي .

هغې دا هم وويل،چې په ټولو سرحدي ولسواليو او ولايتونو کې نارينه او ښځينه ډاکټرانې شتون لري او تنخواوې يې هم تر ٦٠ زرو افغانيو پورې دي .

دليل د جرګې غړيو ته وويل: (( که په وزارت او يا هم روغتونونو کې د فساد په اړه کوم اسناد لرئ ما ته يې راکړئ ،چې زه يې په اړه اجرات وکړم .))

دې وويل ،چې د عامې روغتيا وزارت د ښو اجراتو له امله د مور او ماشوم دمړينې کچه ټيټه شوې او د خلکو د عمر منځنۍ کچه لوړه شوې ده .

دا وايي، چې څو کاله مخکې په سل زره اميدواره ښځو کې به ١٦٠٠ د زيږون پر مهال مړې کېدې، خو اوس دغه کچه ٣٦٥ ته راټيټه شوې او څو کاله مخکې به له پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومانو له هرو څلورو کسانو يوه خپله ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس په هرو پنځو ماشومانو کې يو ژوند له لاسه ورکوي.

دليل وايي، چې په افغانستان کې د عمر منځنۍ کچه پخوا ٤٥ کاله ، خو اوس ٦٣ کلونو ته لوړه شوې ده .

هغې دا هم وويل،چې په ټول هېواد کې په نشه يي توکيو د روږدو کسانو ١٠١ مرکزونه دي ،چې په کال کې د ٢٥ زرو پورې کسانو درملنه پکې کيږي .

دا وايي، چې سږ کال د ټولې بوديجې ٣،٦ سلنه د روغتيا برخې ته ځانګړې شوې، چې بسنه نه کوي

هغې زياته کړه : ((په دې بوديجه ،چې موږ ته راکول کيږي موږ نشو کولاى ،چې د لوړ کيفيت لرونکي خدمتونه وړاندې کړو .))

د دليل له دې خبرې سره سم په ولسي جرګه کې د کابل استازې کبرا مصطفوي له څوکۍ پورته شوه او په لوړ اواز يې ويل، چې د ثريا دليل پر خبرو اعتراض لري.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، له مصطفوي نه غوښتنه وکړه ،چې د جرګې د کورنيو  دندو اصول مراعات کړي او په لوړ اواز خبرې و نه کوي، خو مصطفوي وويل : (( زه خو څه پاکستانۍ نه يم افغانه يم او د اعتراض حق لرم .))

د مصطفوي له دې خبرې سره سم د جرګې ګڼ شمېر غړي له خپلو ځايونو پاڅيدل او د غونډې له تالاره ووتل.

وروسته د ولسي جرګې مشر وويل : (( نننۍ غونډه د کبرا مصطفوي د اخلال له امله بې پايلې پاى ته ورسېده ، زه د عامې روغتيا وزيرې استجوابيه غونډه په همدې ځاى پاى ته رسېدلې اعلانوم .))

د يادونې ده ،چې د جرګې په نننۍ غونډه کې د کبرا مصطفوي او په دې جرګه کې د کندوز د استازې شکريه پيکان ترمنځ هم لفظي شخړې وشوې او يو بل ته يې د وهلو ګواښونه وکړل .

د ولسي جرګې له خوا د ثريا دليل استجواب په داسې حال کې دى، چې د ازادو رسنيو مشارکت تېر کال د کب په مياشت کې يو راپور  خپور کړ، چې  د افغانستان ٦٧ سلنه درملتونونه مسلکي کارکوونکي نه لري او ان د ځينو سيمو اوسېدونکي تر روغتيايي مرکزونو درې ورځې پلى مزل کوي.

همداراز د دې مشارکت د موندنو پربنسټ، هر کال په زرګونو کسان په افغانستان کې د روغتيايي خدماتو د کيفيت د ټيټوالي له امله د زياتو ستونزو په زغملو سره د درملنې لپاره له هېواده بهر سفر کوي.

په درملتونونو کې د غيرمعياري او تاريخ تېرو درملو شتون او د متخصصينو په ځانګړي ډول په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کموالى هغه ستونزې هم د ياد شوي مشارکت د راپور برخه جوړوله.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version